تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د اسرائیلو حکومت پر ایران د روانې "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤلیت پر غاړه لري.
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی / AA
8 ساعته مخکې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمه ییزو خطرونو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې تورکیه غواړي له دې بحراني دورې څخه بې ضرره ووځي او هیواد له اور څخه لیرې وساتي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د اسرائیلو حکومت پر ایران د روانې "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤلیت پر غاړه لري.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې د خپل "عدالت او پراختیا"  ګوند پارلماني غونډې ته په وینا کې وویل: "د اسرائیلو حکومت د دې غیرقانوني جګړې اصلي مسؤل دی، چې نه یوازې زموږ سیمه یې د جګړې په ډګر بدله کړې، بلکې پر ټول انسانیت یې یو دروند اقتصادي بوج هم اچولی دی."

هغه زیاته کړه: "دا باید هیره نشي چې په دې جګړه کې تویه شوې هره څاڅکی وینه د (اسرائیلو د قاتل لومړي وزیر بنیامین) نتانیاهو د سیاسي بقا او عمر د اوږدولو لپاره وسیله تویه شوې ده."

اردوغان وویل چې په سیمه کې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې شخړې خپله لومړۍ میاشت پوره کړه او د ګواښ او خطر کچه یې مخ په زیاتیدو ده. هغه زیاته کړه چې د تورکیې لومړیتوب دا دی چې له دې کړکیچنې دورې څخه بې ضرره ووځي او هوډ لري چې هیواد له دې اور څخه لیرې وساتي.

نوموړي وویل: "زموږ د سیمې پر وړاندې یو له سترو خطرونو څخه نه یوازې د جګړې اوږدېدل دي، بلکې په یوه پراخه سیمه ییزه شخړه د هغې د بدلیدو خطر هم دی؛ ځکه د انرژۍ، ټرانسپورټ او ملکي زیربناوو په نښه کول دا احتمال زیاتوي."

ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اسلام‌اباد کې د سعودي عربستان، مصر او پاکستان له وزیرانو سره په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ ترڅو د جګړې د پای ته رسولو پر ګامونو خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د استخباراتو (MIT) مشر ابراهیم کالن هم په خپلو برخو کې جدي هڅې پیل کړې دي.

اردوغان وویل: "که چیرې د وینې تویولو د بندولو، د اوښکو د وچولو، د وسلو د چوپولو او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره لږ تر لږه هیله هم شتون ولري، نو دا زموږ دنده ده چې ترې ګټه پورته کړو."

هغه په ټینګار سره وویل: "د جګړې له پیل راهیسې د تورکیې اصولي دریځ، چلند او نړۍ او سیمې ته د هغې پیغام د انسانیت او وجدان غږ و."

د تورکیې ولسمشر وویل چې له ایران سره جګړه د نړیوالې سولې له لیدلوري سره مرسته نه کوي، بلکې هغه له منځه وړي. هغه ټینګار وکړ چې ډیپلوماسي، خبرې اترې او جوړجاړی له دې بندښت څخه د وتلو تر ټولو لویې وسیلې دي.

اردوغان په پای کې وویل: "زموږ هیله دا ده چې د نورې وینې تویولو پرته د سولې لاره پرانیستل شي، او د دې لپاره به موږ خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو، حتی که پدې لاره کې له خطرونو سره هم مخ شو."

 

وپلټۍ
جرمني: د ایران جګړې له پراخېدو سره اروپا د کرونا په څېر له اقتصادي زیانونو سره مخ ده
ناټو د تورکیې فضا ته داخل شوی یو بالستیک توغندی چې له ایرانه راتوغول شوی وو شنډ کړ
په لبنان کې په جګړه کې څلور اسرائیلي سرتېري ووژل شول
د پاکستان په سویل کې د طبیعي ګاز یوه نللیکه په بمونو والوزول شوه
امریکا متحده ایالاتو د هرمز تنګي د تړلو په اړه ایران ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ
په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې د سلابونو او مځکښویدنو له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
ایران په کویټ کې پر برېښناکوټ او د اوبو د تصفیې پر فابریکې برید کړی
ایران په خلیج کې د امریکا پر مرکزونو له ۵۴۰۰ څخه ډیر د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول
اروپایي ټولنې په بیت المقدس کې کلیسا ته د کاتولیک مشرانو نه پریښودل وغندل
الجزایر د پخواني ولسمشرالیمین زروال  د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.
ټرمپ : زما اصلي هدف د ایران تیل تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي
په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په استانبول کې جوړه شوې سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزه، د حقیقت پر بنسټ د اړیکو په غوښتنې سره پای ته ورسېده
واشنګټن پوست : پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي