د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لبنان کې پر سوله ساتو ځواکونو هغه برید په "کلکو ټکو" غندلی چې په ترڅ کې یې یو تن ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
د شورا غړو د دوشنبې په ورځ له یونيفیل (UNIFIL) ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو سره سم د یونيفیل د پرسونل او تاسیساتو د خوندیتوب او امنیت، او همدارنګه د هغوی د تګ راتګ د ازادۍ د درناوي لپاره ټول اقدامات وکړي. هغوی له ټولو خواوو وغوښتل چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې سوله ساتي له خطر سره مخ کوي او د هغوی د ماموریت په وړاندې خنډ ګرځي.
د امنیت شورا اشاره په سویلې لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک ته وه، چې په رسمي ډول د "یونیفیل" په نوم پیژندل کیږي. د شنبې د ورځې په دغه برید کې یو فرانسوی سرتیری ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
امنیت شورا وویل: "سوله ساتي باید هیڅکله د برید هدف ونه ګرځي." شورا پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د دې برید په اړه "ژر تر ژره" څېړنې وکړي او د برید مسؤلین پرته له ځنډه ځواب ویلو ته راکش کړي.
تحقیقات روان دي
یونیفیل ویلي چې وروسته له هغه یې څېړنې پیل کړي چې د شنبې په ورځ د سویلې لبنان په 'غندوریه' کلي کې د دوی یوې پوستې باندې د "غیر دولتي ډلو" لخوا د سپکو وسلو ډزې وشوې.
حزب الله په دې برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دې اړه پر "تر وخت مخکې تورونو" یې حیرانتیا ښودلې ده. دغه ډلې ویلي چې ځینې لوري د ملامتیا په اچولو کې بیړه کوي "په داسې حال کې چې پر یونیفیل ځواکونو د اسرائیلو د بریدونو په وړاندې چوپ پاتې دي."
یونیفیل ځواکونه لومړی ځل په ۱۹۷۸ کال کې ځای پر ځای شول او د ۲۰۲۴ کال د جګړې په ګډون د څو پرله پسې شخړو پر مهال په سیمه کې پاتې شوي، چې په دې موده کې یې پوستې په مکرر ډول تر بریدونو لاندې راغلې دي.








