نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پنټاګون : له افغانستان نه د وتلو د بهیر د څیړولو په موخه لیدنې پایته رسیدلي دي
په اعلامیه کې د پنټاګون ویاند، شان پارنیل  ویلي چې نوموړي له هغو مهمو څېرو سره لیدنې او مرکې کړي دي چې د وتلو په پلانولو او پلي کولو کې یې کلیدي رول درلود.
پنټاګون : له افغانستان نه د وتلو د بهیر د څیړولو په موخه لیدنې پایته رسیدلي دي
پنټاګون : له افغانستان نه د وتلو د بهیر د څیړولو په موخه لیدنې پایته رسیدلي دي / AP
2 ساعته مخکې

په امریکا متحده ایالاتو کې هغه ځانګړي پلاوي چې د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د وتلو د بهیر څېړلو لپاره ګمارل شوی، ویلي چې له لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو سره یې د خپلو کتنو "اصلي برخه" بشپړه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د وتلو د بهیر د څېړلو لپاره جوړ شوي ځانګړي پلاوي له لوړپوړو چارواکو سره د مرکو "اصلي پړاو" پای ته رسولی دی.

په اعلامیه کې د پنټاګون ویاند، شان پارنیل  ویلي چې نوموړي له هغو مهمو څېرو سره لیدنې او مرکې کړي دي چې د وتلو په پلانولو او پلي کولو کې یې کلیدي رول درلود.

پارنیل زیاته کړه چې دغه پلاوی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لارښوونې پر بنسټ، د دفاع وزیر پیټ هیګسټ  لخوا رامنځته شوی دی. هغه دا هم وویل چې د دې څېړنې په لړ کې له بېلابېلو بنسټونو څخه ترلاسه شوي تر ۹ ملیونو ډېر اسناد ارزول شوي دي.

د پارنیل په وینا، په هغو کسانو کې چې مرکې ورسره شوي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناټو د "پریکنده ملاتړ ماموریت" پخوانی قومندان جنرال آسټین سکاټ میلر او د امریکا د مرکزي قومندانۍ  پخوانی مشر جنرال کینیت مک کینزي شامل دي.

نوموړي ادعا وکړه چې روانې څېړنې به له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته د پېښو په اړه "تر ټولو هراړخیزه، شفافه او صادقانه حساب ورکونه" وي. هغه د پرېکړې کولو په بهیر کې د تېروتنو پېژندل د دې لپاره مهم وبلل چې په راتلونکي کې د ورته حالاتو له تکرار څخه مخنیوی وشي.

پارنیل وویل چې کار لا هم دوام لري، ترلاسه شوي معلومات تحلیل کېږي، له تېرو څېړنو سره پرتله کېږي او پلان لري چې وروستی راپور په راتلونکو میاشتو کې له خلکو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د بګرام هوایي اډه خالي کړه او وروستی امریکایي سرتیری د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۰مې په شپه له افغانستانه ووت، چې په دې سره د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد.

د افغانستان اوسنۍ اداره (طالبان) هر کال د اګست په ۱۵مه په دغه هوایي اډه کې له امریکایي ځواکونو څخه د پاتې شویو نظامي وسایطو او چورلکو په مرسته پوځي رسم ګذشت کوي او خپله "بریا" نمانځي.

 

وپلټۍ
د امریکا لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ پر مهال د ایران اړوند کښتۍ خلیج ته نوې لاره کاروي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر کارنۍ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي
په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په ادعا شوې کښتۍ باندې د امریکا برید څلور کسان ووژل
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
اوکرایني چارواکي: د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د چین ولسمشر شي جين پينګ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره وکتل