د سوریې ولسمشر احمد الشرع د داسې امنیتي تړون غوښتنه کوي چې د ۱۹۷۴ کال د بېلتون کرښو ته د اسرائیل شاتګ تضمین کړي او د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د جمعې په ورځ وویل، چې دمشق د ممکنه پراخو خبرو اترو لپاره د یوه پړاوییز چلند د برخې په توګه د داسې نوي امنیتي تړون په لټه کې دی، چې د ۱۹۷۴ کال د بېلتون کرښو ته د اسرائیل شاتګ تضمین کړي.
الشرع په تورکیه کې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم په یوه بحث کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ۱۹۷۴ کال تړون له پنځو لسیزو څخه زیات دوام کړی و، خو وروسته د اسرائیلي سرغړونو له امله زیانمن شو، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته.
هغه وویل: "موږ اوس د خبرو لومړي پړاو ته ننوځو، چې هدف یې داسې امنیتي تړون دی چې د ۱۹۷۴ کال پولو ته د اسرائیل شاتګ تضمین کړي او یا تړون ته د ژمنتیا او یا هم داسې تعدیل له لارې نوي اصول وټاکي چې د دواړو لورو امنیت تضمین کړي."
هغه زیاته کړه، "له هغې وروسته، که دا بریالۍ شي، موږ به د اشغال شوي ګولان د مسئلې د حل لپاره په اوږدمهاله خبرو اترو کې ښکېل شو."
د سوریې ولسمشر پر دې سیمه د اسرائیل د حاکمیت هر ډول په رسمیت پېژندنه هم رد کړه. هغه وویل: "پر اشغال شوي سوریایي ګولان د اسرائیل د حاکمیت ادعا په رسمیت پېژندل باطل دي. دا د سوریې د خلکو حق دی، نه د کوم حکومت."
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه د بشارالاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته، اسرائیل د ۱۹۷۴ کال د بېلتون تړون ړنګ اعلان کړ او د پولې په اوږدو کې یې د حایلې سیمې د اشغالولو اقدام وکړ.
سره له دې چې د سوریې نوې ادارې اسرائیل ته کوم ګواښ نه دی کړی، اسرائیلي ځواکونو د اسد له نسکورېدو راهیسې په سوریه کې هوايي بریدونه کړي، چې ملکي وګړي یې وژلي او پوځي ځایونه، تجهیزات او مهمات یې په نښه کړي دي.











