د کلیسا د چارو لپاره د فلسطین ولسمشریزې کمیټې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د "سیلوان" په سیمه کې ځمکه لاندې کړې، د کلیسا استازی یې لیرې کړی او جایداد ته یې زیان رسولی دی. دغه کمیټې د بریدونو د زیاتوالي په ترڅ کې د مذهبي ځایونو د ساتنې لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.
د فلسطین د کلیساګانو د چارو عالي ولسمشریزې کمیټې د چهارشنبې په ورځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د "یوناني ارتوډوکس سرپرستۍ" (Greek Orthodox Patriarchate) پورې د اړوندې ځمکې غصب کول وغندل او دا یې د "نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" وبلله.
یادې کمیټې وویل چې اسرائیلي ځواکونو په سیلوان سیمه کې د کلیسا اړوند ځمکه لاندې کړې، د کلیسا یو استازی یې له هغه ځایه لیرې کړی، تجهیزات یې ضبط کړي، ونې یې له بېخه ایستلي او دغه سیمه یې په کټارې او دروازو کلا بنده کړې ده.
کمیټې په خپله اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام د فلسطیني ځمکو د نیولو د یوې پراخې پالیسۍ برخه ده، چې په هغې کې شخصي جایدادونه، عامه ځمکې، مذهبي اوقاف او د کلیساګانو شتمنۍ شاملې دي. اعلامیه زیاتوي چې د یوناني ارتوډوکس سرپرستۍ په نوم د ثبت شوې ځمکې په نښه کول ښيي چې د اسراییلو د غصب پالیسي مذهبي او تاریخي جایدادونو ته هم غځیدلې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا ډول اقدامات د عبادت د ازادۍ د درناوي او په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د مسیحي شتون د ساتنې په اړه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي، پداسې حال کې چې د ښار مذهبي او کلتوري میراث ته سخت زیان رسوي.
دغې کمیټې دا پېښه د مسلمانانو او عیسویانو پر سپیڅلو ځایونو د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو یوه برخه وبلله. د چهارشنبې په سهار وختي، غیرقانوني اسرائیلي میشتو وګړو د رام الله په شمال کې د "جلجیلیا" او "المزرعه النوباني" په کلیو کې د دوو جوماتونو برخو ته اور ورته کړ او پر دیوالونو یې په عبراني ژبه شعارونه ولیکل.
کمیټې د نړۍ له کلیساګانو، ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ډلو وغوښتل چې د کلیساګانو د جایدادونو او د مسلمانانو او مسیحیانو د سپیڅلو ځایونو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او مسؤل کسان د نړیوالو قوانینو له مخې ځواب ویونکي کړي.
د رسمي فلسطیني ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۶۹ فلسطینیان وژل شوي، ۱۲۶۶۶ ټپیان شوي، شاوخوا ۲۳۰۰۰ نیول شوي او ۳۳۰۰۰ نور بې ځایه شوي دي.





















