تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي. ددې سرمشریزې اصلي موضوع د اوبو امنیت دی.
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي / AA


لکه څنګه چې د اقلیم بدلون اغېزې سختېږي، کارپوهان په استانبول کې راټول شوي ترڅو خبرداری ورکړي چې د اقلیمي زیانونو ۸۰ سلنه د اوبو له خطرونو سره تړاو لري، او هغوی د خصوصي سکټور لخوا د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کوي.

د تورکیې د اوبو د امنیت ننګونې د استانبول د اوبو د پنځم نړیوال فورم د بحثونو په مرکز کې قرار لري؛ دا درې ورځنۍ پېښه په "لطفي کردار نړیوال کانګرس مرکز کې ترسره کېږي، چېرته چې چارواکي او نړیوال متخصصین د COP31 نړۍوالې سرمشریزې لپاره زمینه برابروي. دا د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون سرمشریزه ده چې انقره به سږ کال وروسته د هغې کوربه وي.

د "اقلیم له بدلون سره په توافق کې د اوبو مقاومت:

 له نوښت څخه تر نړیوال اقدام پورې د COP31 لارنقشه" تر سرلیک لاندې یوې لوړپوړې ناستې دولتي وزیران، د ملګرو ملتونو چارواکي او د اقلیم متخصصین سره راټول کړل ترڅو وڅېړي چې اوبه باید څنګه د نړۍ د اقلیمي اقداماتو په مرکز کې وي.

په داسې حال کې چې تورکیه د COP31 د سرمشریزې کوربه توب له لارې د نړیوال اقلیمي سیاست جوړولو ته چمتووالی نیسي، ویناوالو خبرداری ورکړ چې د اوبو کړکېچ په مستقیم ډول له اقلیمي بحران او اقتصادي پراختیا سره تړلی دی.

د COP31 سرمشریزې لپاره د تورکیې لیدلوری
د کرنې او ځنګلونو وزارت مرستیال احمد باجي وویل چې هېواد یې د COP31 لپاره یو روښانه لیدلوری لري چې له عادي ډیپلوماټیکو خبرو اترو پورته دی. باجي وویل: "تورکیه ژمنه ده چې په دې برخه کې خپله تجربه نړیوالو پلیټ فارمونو ته ورسوي او اوبه، کرنه او د خوړو سیسټمونو بدلون د COP31 د بهیر مرکزي برخې وګرځوي."

د اقلیم د بدلون ادارې رئیس خلیل حصار ټینګار وکړ چې COP31 باید د عمل پر لور یو مهم پړاو وي، نه یوازې د خبرو اترو. هغه وویل: "موږ تمه لرو چې COP31 د COP راتلونکی تعریف کړي. د پاریس تړون لومړۍ لسیزه د لوړو ژمنو په اړه وه؛ اوس باید دا اهداف په عملي پایلو بدل شي."

"موږ باید د اوبو غږ واورو او د هغې مطابق پلان جوړونه وکړو"
د کرنې او ځنګلونو وزارت د اوبو د مدیریت عمومي مشرې افیر سویر خبرداری ورکړ چې د اقلیم بدلون د تورکیې په حساسه مدیتراني اقلیمي سیمه کې هم وچکالۍ او هم سېلابونه سختوي. هغې د اوبو د اغېزمنتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو هم په همغږو اقداماتو ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو استازې ګوي-یوب سون وویل چې COP31 کولی شي د اوبو او اقلیم ډیپلوماسي پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې د نړیوالې هوا پېژندنې سازمان (WMO) مرستیالې کو بارېټ د اقلیم له امله د وچکالیو پر زیاتوالي او پر عامه روغتیا یې پر اغېزو خبرې وکړې.

تورکیه د COP31 د اوبو په اجنډا کې کلیدي رول لوبوي
په تورکیه کې د نړیوال بانک رئیس هومبرتو لوپیز وویل چې اوبه یو اړخیزه موضوع نه ده، بلکې د بارانونو کمښت، د تودوخې لوړېدل او د غوښتنو زیاتوالی باید په ورته وخت کې په پام کې ونیول شي. هغه یادونه وکړه چې سره له دې چې بارانونه کم شوي، خو د اوبو غوښتنه به نږدې ۴۰ سلنه زیاته شي. د نړۍ د اوبو سکټور په کال کې شاوخوا ۱۴۰ میلیارده ډالرو پانګونې ته اړتیا لري، خو اوسنۍ بودیجه بسنه نه کوي.

د اوبو په بنسټونو کې د خصوصي سکټور رول
د اقلیمي بدلون د متخصصینو د کمېټې (IPCC) مرستیالې شعر کلکش وویل چې یوازې سېلابونه کولی شي د هېوادونو د ناخالص کورني تولید (GDP) له ۱.۵ څخه تر ۱.۸ سلنې پورې زیان ورسوي. د UNDP مرستیال نیک هارټمن ټینګار وکړ چې نږدې ۸۰ سلنه اقلیمي اغېزې له اوبو سره تړاو لري او خصوصي سکټور کولی شي د اوبو په بنسټونو کې تر ۷۰-۸۰ سلنې پورې ونډه واخلي.

د بریتانیا ځانګړې استازې روت ډیوس په پای کې وویل: "که تاسو پاکې اوبه په سمه توګه اداره کړئ، نو تاسو د دې چانس لرئ چې له ایکوسیستمونو څخه نیولې تر اقتصاد پورې هرڅه اداره کړئ."

 

وپلټۍ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د تورکیې د دفاعي او هوايي چلند نندارتون «SAHA 2026» په استانبول کې پیل شو
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
اردوغان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د تورکیې د «رغنده دریځ» له کمزوري کولو ډډه وکړي
د ایران د پارلمان مشر: 'په هرمز تنګي کې یوه نوې معادله بڼه نیسي'
عربي هیوادونو پر متحده عربي اماراتو بریدونه وغندل او له ایرانه یې د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه وکړه
د کولمبیا د ډبرو سکرو کان کې چاودنې نهه کارګران ووژل
ایران وايي، په هرمز تنګي کې د امریکا په برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي
په چین کې د پټاقیو په یوه فابریکه کې درنې چاودنې ۲۱ کسان وژلي دي
ایران امریکا او اماراتو ته یې د هرمز د ترینګلتیاوو په اړه خبرداری ورکړ
اوکرایني چارواکي وايي، په اوکراین کې په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي
د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د یوې پوځي پوستې ترڅنګ ځانمرګی برید شوی
له جرمني څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته اروپايي ټولنې د دفاعي همکاریو ژمنه وکړه.
ایران د امریکا د سمندري ځواک پر یوې کښتۍ د برید ادعا وکړه؛ واشنګټن دا ادعاء رد کړه.