نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه یوازې له یوې ورځې وروسته د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د بدرګه کولو امریکايي نظامي عملیات وځنډول، ترڅو په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول / Reuters


د امریکا ولسمشر وایي، واشنګټن به د هرمز نه د بندو پاتو کښتیو د بدرګه کولو  عملیات په موقتي ډول ودروي خو بحري محاصره به پر ځای وساتي؛ هغه ادعا کوي چې "د ایران له استازو سره د یوې بشپړې او وروستۍ هوکړې په لور لوی پرمختګ شوی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه یوازې له یوې ورځې وروسته د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د بدرګه کولو امریکايي نظامي عملیات وځنډول، ترڅو په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ په خپله ټریوت سوشل (Truth Social) شبکه کې لیکلي: د هرمز تنګي نه د بندو پاتو کښتیو د تیرولو پر مهال د بدرګې کولو عملیات به د لنډ وخت لپاره وځنډول شي ترڅو ولیدل شي چې ایا هوکړه وروستۍ کېږي او لاسلیک کېږي که نه."

د پاکستان او نورو هېوادونو غوښتنو او له تهران سره وروستۍ هوکړې ته نږدې کېدو ته په اشارې سره، ټرمپ دا وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، خو ټینګار یې وکړ چې بحري محاصره به په بشپړ ډول پر ځای پاتې وي.

نن تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې د فبروري په میاشت کې د ایران پر وړاندې د پیل شویو امریکايي عملیاتو محاربوي مرحله پای ته رسېدلې او اوس امریکا د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د لارښوونې پر نوي عملیات تمرکز کوي.

له ایران سره احتمالي هوکړه
د امریکا لخوا اعلان شوي د ازادۍ پروژه په نامه عملیات  د دوشنبې په ورځ د ټرمپ لخوا اعلان شوې وه، او تمه کېده چې دا عملیات به له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ایران په جګړه کې ښکېل نه دي، ترڅو خپلې کښتۍ په خوندي ډول له هرمز تنګي څخه وباسي.

دا عملیات چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) لخوا ترسره کېدل، په کې په نښه ویشتونکو توغندیو سمبال ویجاړونکې کښتۍ (destroyers)، تر ۱۰۰ ډېرې الوتکې، بې پیلوټه وسایل او په زرګونو پوځیان شامل وو چې سوداګریزو کښتیو ته یې لارښوونه کوله، د ماینونو په مخنیوي کې یې مرسته کوله او دفاعي چمتووالی یې ورته برابرول.

د دې نوښت هدف د نړۍ د تېلو د جریان په وړاندې د ایراني محاصرې مخنیوی و او دا د بې ګناه کښتیو د ساتنې او د کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د یوې محدودې دفاعي هڅې په توګه وړاندې شوی و.

دغو عملیاتو په پیل کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله هم ولیده، خو اوس د ایران سره د احتمالي هوکړې په موخه د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمختګ لپاره ځنډول شوي دي.

 

وپلټۍ
په چین کې د پټاقیو په یوه فابریکه کې درنې چاودنې ۲۱ کسان وژلي دي
ایران امریکا او اماراتو ته یې د هرمز د ترینګلتیاوو په اړه خبرداری ورکړ
اوکرایني چارواکي وايي، په اوکراین کې په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي
د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د یوې پوځي پوستې ترڅنګ ځانمرګی برید شوی
له جرمني څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته اروپايي ټولنې د دفاعي همکاریو ژمنه وکړه.
ایران د امریکا د سمندري ځواک پر یوې کښتۍ د برید ادعا وکړه؛ واشنګټن دا ادعاء رد کړه.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي
ایران ګواښ وکړ که امریکایي ځواکونه هرمز تنګي ته داخل شي، برید به پرې وکړي
د کیوبا ولسمشر وایي امریکا د پوځي مداخلې لپاره د پلمې په لټه کې ده
د اسپانیا لومړی وزیر سانچیز  الوتکې له تخنیکي ستونزې وروسته په انقره کې اضطراري ناسته وکړه
ټرمپ : امریکا به د هرمز په تنګي کې بندې پاتې بهرنۍ کښتۍ د تنګي د تیریدو پر مهال بدرګه کړي
اوکراین پر روسي جنګي کښتیو بریدونه وکړل؛ د ډرون بریدونو په تبادله کې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول
د جرمني لومړی وزیر : د سرتېرو له کمولو سره سره، امریکا د جرمني "تر ټولو مهمه شریک" دی
د امریکا د اوکلاهوما ښار ته نږدې په ډله ییزو ډزو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي
امریکا د هرمز له تنګي څخه د بندو کښتیو د تیرولو لپاره " ازادۍ پروژه " پیل کړه