منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران وايي په خلیج کې یې د امریکا اډې په نښه کړې، په شمول د  په بحرین کې د پنځمې بېړۍ  د مرکزي دفتر.
د ایران دولتي رسنۍ  د شنبې په سهار د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړ: "سیریک او قشم ټاپو ته د ماشوم وژونکي او ترورېستي امریکايي پوځ له تېري وروسته، په سیمه کې د دښمن اډې په هوايي توغندیو وویشتل شوې."
ایران وايي په خلیج کې یې د امریکا اډې په نښه کړې، په شمول د  په بحرین کې د پنځمې بېړۍ  د مرکزي دفتر.
ایران وايي په خلیج کې یې د امریکا اډې په نښه کړې، په شمول د  په بحرین کې د پنځمې بېړۍ  د مرکزي دفتر.

امریکا وايي په بحرین کې د پنځمې بېړۍ د مرکزي دفتر د زیانمنېدو په اړه د ایران ادعاوې "دروغ" دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک  ویلي چې په خلیج کې یې پر "دښمن اډو" بریدونه کړي دي. دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې امریکايي ځواکونو وویل دوی په ایران کې د رادار سایټونه ویشتلي دي.

د ایران دولتي رسنۍ  د شنبې په سهار د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړ: "سیریک او قشم ټاپو ته د ماشوم وژونکي او ترورېستي امریکايي پوځ له تېري وروسته، په سیمه کې د دښمن اډې په هوايي توغندیو وویشتل شوې."

تهران همدا راز ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پنځمې بېړۍ پر مرکزي دفتر برید کړی، خو امریکا دا ادعا رد کړه. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ظاهراً د توغندیو برید او له اډې څخه د لوګیو پورته کېدل ښيي.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې ایران ګاونډیو هېوادونو کویټ او بحرین ته اووه بالستیک توغندي ویشتلي دي. دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې امریکا وویل د ایران څلور "یو طرفه بریدګر" بې پیلوټه الوتکې (ډرون) یې د هرمز تنګي ته نږدې شنډې کړې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ  په یوې اعلامیه کې ویلي چې د ایران لخوا د ویشتل شویو اوو توغندیو څخه شپږ یې شنډ کړي او اووم توغندی "خپل هدف ته نه دی رسېدلی." په اعلامیه کې زیاته شوې: "اوس مهال د امریکايي پرسونل د زیانمن کېدو کوم راپور نشته، او په بحرین کې د پنځمې بېړۍ د مرکزي دفتر د زیانمنولو په اړه د ایران ادعاوې حقیقت نه لري."

د کویټ او بحرین غبرګون:
کویټي چارواکو ویلي چې د دوی هوايي مدافعې "د دښمن د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګواښونو" ته ځواب ویلی دی. په بحرین کې هم د خطر زنګونه وهل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې نږدې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

د کویټ پوځ په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: "هر ډول چاودنې چې اورېدل کېږي، د هوایي مدافعې د سیسټمونو لخوا د دښمن د اهدافو د له منځه وړلو پایله ده." د بحرین د کورنیو چارو وزارت هم له اوسېدونکو غوښتي چې ارام اوسي او خوندیتوب ته پام وکړي.
سیمه ییز کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران جګړه پیل کړه، چې له امله یې په ټوله سیمه کې د غبرګوني بریدونو لړۍ پیل شوه. ایران په ځواب کې پر اسرائیل بریدونه وکړل او هغه هېوادونه یې په نښه کړل چې د امریکا پوځي اډې پکې دي. همدارنګه یې د هرمز په تنګي کې، چې د انرژۍ د لېږد مهمه لاره ده، د کښتیو په تګ راتګ کې خنډونه رامنځته کړل.

که څه هم وروسته د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو، خو د یوې پراخې موافقې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم دوام لري.

 

وپلټۍ
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
اسرائیلو د اوربند سربيره په سویلي لبنان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې روغتیايي کارکوونکی وواژه
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.