منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
د عراق لومړي وزیر علي الزیدي له دولتي بنسټونو سره د "عصائب اهل الحق" شیعه غورځنګ د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ.
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ

د عراق لومړي وزیر زېدي وویل، د "عصائب اهل الحق" شیعه غورځنګ پرېکړه به د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي له دولتي بنسټونو سره د "عصائب اهل الحق" شیعه غورځنګ د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ.

زېدي په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، دغه ګام یو «ملي دریځ» وباله چې هدف یې د دولتي بنسټونو پیاوړي کول او د دې اصل ټینګښت دی چې وسله باید یوازې د دولت په واک کې وي.

هغه وویل چې دا پرېکړه به د «امنیت او ثبات په ټینګښت»، د قانون له حاکمیت څخه په ملاتړ او د هغو قوي دولتي بنسټونو د جوړولو په هڅو کې مرسته وکړي چې د اتباعو اړتیاوې پوره کولای شي.

زېدي همدارنګه د ملي یووالي په ملاتړ او د هېواد د ثبات په ساتلو کې د عراق د سیاسي او مذهبي مشرتابه رول وستایه.

عصائب اهل الحق، چې د عراق یو له خورا پیاوړو شیعه سیاسي او نظامي ځواکونو څخه دی، د سه شنبې په ورځ وویل چې دوی به یوه کمېټه جوړه کړي ترڅو د ولسي بسیج ځواکونو (الحشد الشعبي) څخه د جلا کېدو لړۍ پیل کړي او خپلې وسلې د دولت تر کنټرول لاندې راولي.

عصائب اهل الحق په ۲۰۰۶ کال کې د یوې وسله والې ډلې په توګه رامنځته شوه چې د قیس الخزعلي په مشرۍ د سدري غورځنګ له «جیش المهدي» څخه جلا شوې وه.

دا په عراق کې دویمه ډله ده چې له دولتي بنسټونو سره خپل یوځای کېدل اعلانوي؛ تر دې وړاندې شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر هم ورته ګام اخیستی و، چې خپلې «سرايا السلام» (د سولې لواوې) یې منحل کړې او له دولت سره یې یوځای کړې.

 

وپلټۍ
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
ایران لا هم د امریکا د وروستي تړون بیاکتنه کوي، او تراوسه یې ځواب نه دی استولی.
اسرائيلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په دریو فلسطیني ماشومانو برید کړی
د اوکراین په دنیپرو کې د روسیې په بریدونو کې څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ
د امریکا په ایووا ایالت کې په یو برید کې شپږ کسان وژل شوي؛ بریدګر هم مړ موندل شوی
ټرمپ وویل، تمه ده چې راتلونکې اونۍ د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هوکړه وشي او هرمز تنګی پرانیستل
د هنګري لومړي وزیر ماګیار د ولسمشر د لیرې کولو لپاره د قانوني چلند ګواښ وکړ
د اسرائيلو پوځ  په طولکرم او نور شمس کمپونو کې خپل پوځي بریدونه او اشغال د جولای تر پایه وغځاوه
ټرمپ او الشرع ټیلیفوني خبرې وکړې
سوریې ته د تورکیې او اذربایجان د ګازو رسول به د پراختیا او سیمه ییز امنیت ملاتړ وکړي.
هکرانو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ د انسټاګرام حساب هک کړی
فرانسې د روسیې د تیلو بېړۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د میانمار په شمال کې په یوه چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، له امریکا سره خبرې اترې او د پیغامونو تبادله روانه ده