د اسرائیل د ملي امنیت سختدریځي وزیر، ایتامار بن ګویر، د جمعې په ورځ وروسته له هغه چې پوځ په لبنان کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ، وویل چې «ټول لبنان باید وسوځول شي.»
دا د امریکا او ایران ترمنځ د منځني ختیځ جګړې د پای ته رسولو د هوکړې له لاسلیک وروسته د اسرائیلو لومړنۍ اعلان شوې مرګ ژوبله ده. که څه هم دا هوکړه باید په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه هم ودروي، خو واشنګټن هلته د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پر دوام خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.
بن ګویر په یوې اعلامیه کې وویل: «د امریکایانو په پوره درناوي سره، اسرائیل باید ټولې نړۍ ته دا روښانه کړي چې زموږ د زامنو وینه او د اتباعو امنیت د معاملې وړ نه دي. ټول لبنان باید وسوځول شي.»
هغه زیاته کړه: «د هرې هغې اوښکې په بدل کې چې یوه اسرائیلي مور یې تویوي، باید زرګونه لبناني میندې وژاړي. په نږدې ختیځ کې، تاسو د اندازه شوي ځواب او زغم له لارې بریا نشئ ترلاسه کولی.»
په ورته وخت کې د مالیې وزیر سموتریچ وویل چې اسرائیل باید «بې باکه (وحشي) شي، ترهګري له منځه یوسي او ماته ورکړي.» هغه په صراحت سره د لبنان نوم وانخیست خو زیاته یې کړه: «موږ باید پرېږدو چې اور خبرې وکړي... او د دوزخ دروازې پرانیزو.»
پوځي بریدونه او ډېره مرګ ژوبله
د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه په اسرائیل کې په پراخه کچه د دغه هیواد د ګټو په زیان ګڼل کیږي. دا د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پاتې راتلل په ګوته کوي چې ونشوای کړای ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو امنیتي غوښتنو منلو ته اړ کړي.
نتنیاهو د اکتوبر د پای ته رسېدونکو ټاکنو له امله تر سخت فشار لاندې دی. د «معاریو» ورځپاڼې د جمعې ورځې د یوې نظر پوښتنې له مخې، ۶۳ سلنه اسرائیلیان د دغه تړون وروسته د اسرائیل د راتلونکي په اړه «اندېښمن» دي.
د اپوزیسیون د ملتپال ګوند مشر، اویګدور لیبرمن، د جمعې په ورځ په لبنان کې د داسې «درنې بیې» اخیستلو غوښتنه وکړه چې هر څوک ترینه درس واخلي . هغه پر ایکس (X) ولیکل که د بیروت سویلي څنډې (ضاحیه) چې د حزب الله مرکز دی، «لا هم ولاړې وي، نو دا د لومړي وزیر او دفاع وزیر مستقیمه ناکامي ده.»
د لبنان د رسمي خبري اژانس (NNA) په وینا، د جمعې په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول. اژانس ویلي چې دا بریدونه په النبطیه سیمه کې پر استوګنیزو کورونو شوي دي.
د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، په لبنان کې د اسرائیلو پوځي عملیاتو چې د مارچ له ۲مې پیل شوي، تر اوسه ۳،۹۱۲ کسان وژلي، ۱۱،۸۷۳ یې ټپیان کړي او تر یو ملیون ډېر اوسیدونکي یې بې ځایه کړي دي.





















