منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
د اکسیوس  خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې سولې شورا به د سپټمبر پر ۲۳مه یو لویه ناسته جوړه کړي.
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
د غزې د سولې شورا

دغه شورا به د سپټمبر پر ۲۳مه په نیویارک کې خپله غونډه ترسره کړي.

راپورونه زیاتوي چې د غزې سولې شورا په پام کې لري د غزه تړانګې لپاره د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو یو بیړنی او هر اړخیز د بیارغونې او اسانتیاوو راوستلو پلان اعلان کړي.

په دې غونډه کې، چې تمه کېږي د شورا د غیر غړیو هېوادونو په ګډون د ټولټال ۳۵ هېوادونو استازي برخه واخلي، د غزه تړانګې د لومړني وضعیت سمولو لپاره د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو ارزښت لرونکی او د ۶ میاشتو لپاره د بیارغونې نوی انکشافي پلان وړاندې شي.

د مالي لګښتونو وېش

په دغه پراخ پلان کې شامل ۲,۴۵ میلیارد ډالر به ټولټال په ۶۶ بېلابېلو پروژو وېشل کېږي. دا پروژې لنډمهاله استوګنې، د کنډوالو او ملبو پاکول، د روغتونونو بیا رغونه، اقتصادي فعالیتونه او د یوې څو ملي امنیتي قطعې د ځای پر ځای کولو چارې تر پوښښ لاندې راولي.

لنډمهاله کمپونه او سرپناه: د لنډمهاله سرپناو او کمپونو جوړولو ته ۴۰۰ میلیون ډالر تخصیص شوي.

 مخروبو او ناچاودو توکو پاکول: د ویجاړیو، ملبو او د خطرناکو ناچاودو وسلو د پاکولو چارو ته ۲۷۵ میلیون ډالر ټاکل شوي.

روغتیايي او ټرانسپورټي ودانۍ: د روغتونونو تجهیز او بېرته فعالولو ته ۵۰ میلیون ډالر او د غزې د سړکونو او تنظيمي ترانسپورټي شبکې رغولو ته ۳۰ میلیون ډالر په نظر کې نیول شوي.

امنیتي او عسکري برخې: په سیمه کې له امنیت سره د تړلو پروژو لپاره نږدې ۸۸۵ میلیون ډالر ریزرف شوي دي.

اجتماعي او تحصیلي خدمات: د روغتیا، پوهنې او د خلکو د ټولنیزې هوساینې او ولسي مرستو پروګرامونو ته نږدې ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

سیارې کارواني کوټې: د هغو بېځایه شوو فلسطینیانو لپاره چې په خېمو کې اوسېږي، د مجهز او سمبال شوو کانتینري/کارواني کوټو برابرولو ته نږدې ۴۰۰ میلیون ډالر بېل شوي دي.

د وسلو راټولولو پروګرام: د حماس په ګډون د ټولو وسله والو ډلو د غړیو لخوا د وسلو او مهماتو تسلیمولو او د هغوی د ډاډمن له منځه وړلو «د وسلو اخیستلو پروګرام» د پر مخ وړلو لپاره ۲۰ میلیون ډالر مالي برخه اېښودل شوې ده.

 

وپلټۍ
له ۱۶۰ څخه زیاتو لوبغاړو د ایرلینډ او اسرائیل د فوټبال سیالۍ د بایکاټ غوښتنه وکړه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا وویل چې ټرمپ "پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري"
په سور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ د خطرونو په ډېرېدو سره، اروپايي ټولنه د نورو جنګي بېړیو غوښتنه کوي
سپینې ماڼۍ د 'ټرمپ تلویزیون' (Trump TV) په نامه د تلویزیوني چینل د جوړولو نه خبر ورکړ.
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
وروستي خبرونه
روسیه پر جرمني د اقتصادي زیانونو او په ټاکنو کې د شاتګ له امله ملنډې وهي. ارزانه ګاز مو په یاد دي
امریکا ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې  به د ایران ټول هوايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې له بندیز سره مخ شي
د ولسمشر پوتین په مشرۍ «متحدې روسیې» ګوند په پارلمان کې ۳۵۵ ریکارډ څوکۍ وګټلې
پاکستان په افغانستان کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۲۸ "ترهګرو" د وژلو ادعا کوي خو کابل يي ردوي
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه