لولا دا سلوا له سيانان (CNN) سره په یوه مرکه کې د نړیوالو اړیکو په اړه د ټرمپ د تګلارې په تړاو څرګندونې وکړې.
د برازیل ولسمشر وویل: "ولسمشر ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د واکمنۍ حق لري، خو د نورو هېوادونو د واکمنۍ حق نه لري." او زیاته یې کړه چې ټرمپ پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري.
لولا دا سلوا د دې په بیانولو سره چې ټرمپ له نړیوالو مسایلو سره "جانبدارانه" چلند کوي، څرګنده کړه چې د نړیوالو شخړو د حل لپاره باید څو اړخیزتوب پیاوړی شي.
لولا دا سلوا وویل: "هغه د واکمنۍ یو داسې سبک لري چې وايي: 'زه تر ټولو پیاوړی یم، زه تر ټولو شتمن یم، زه هر څه کولی شم او نور باید اطاعت وکړي.' زه له دې سره موافق نه یم."
لولا دا سلوا د دې په څرګندولو سره چې برازیل له امریکا سره د خبرو اترو او مذاکراتو پلوی دی، یادونه وکړه چې هېواد به یې له بهر څخه تپل شوې پرېکړې (فرمایشونه) ونه مني.
د برازیل ولسمشر تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ویلي وو چې د اکتوبر په څلورمه په برازیل کې په پلان شویو ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي، او ټینګار یې کړی و چې ملتونه باید د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.






















