ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلومبرګ (Bloomberg) لپاره "ملګري ملتونه باید د امنیت شورا د ویټو حق لغوه کړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې لیکلي چې په وروستیو کلونو کې نړۍ د وباګانو، د انرژۍ بحرانونو، د اکمالاتي ځنځیرونو د پرې کېدو او سیمه ییزو شخړو په څېر د ناخوالو شاهده ده، چې دا ښيي د نړۍ پر وړاندې د پرتو بحرانونو د حل لارې د څو پلازمېنو ارادې ته پرېښودل د نن ورځې له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.
اردوغان د دې په ټینګار سره چې د نن ورځې شرایطو سره د نړیوالو پرېکړو نیولو د میکانیزمونو همغږي کول نور د ځنډولو وړ نه دي، دې ته اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړښت څرګندوي.
اردوغان د دې په ټینګار سره چې د استازیتوب یوه لا اغېزناکه، عادلانه او ځواب ویونکې تګلاره اړینه ده، او د دې لار د استازیتوب د پراخولو ترڅنګ د مشرتابه د مسؤلیت په عادلانه توګه شریکول دي، لاندې ټکي په ګوته کړل:
"موږ مجبور یو چې د بېلابېلو جغرافیو تجربه، ظرفیت او اراده د نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په حل کې شامله کړو. زموږ دا غوښتنه چې 'نړۍ له ۵ څخه لویه ده'، له دې اړخه د مسؤلیت یوه پراخ درک ته بلنه ده. اوس اړینه ده چې د اصلاحاتو اړتیا د لارې په یوې روښانه نقشه بدله شي. د اصلاحاتو معنی دا نه ده چې ورته امتیاز نورو دولتونو ته هم ورکړل شي. په عمومي اسمبلۍ کې باید د دې اصل پر بنسټ یو پراخ ایتلاف جوړ شي چې هېڅ دولت باید د نړیوالې ټولنې د اکثریت د ارادې د دایمي مخنیوي واک ونه لري."
ولسمشر اردوغان دې ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې له اقتصاد څخه تر امنیت، او له ټیکنالوژۍ څخه تر ډیپلوماسۍ پورې د ځواک نوي مرکزونه رامنځته کېږي، خو نړیوال بنسټونه په ورته چټکتیا سره له دې بدلون سره ځان نشي عیارولی.
اردوغان پر دې ټینګار وکړ چې جګړو، د اقلیم بحران، غیرقانوني کډوالۍ او اقتصادي زیانمننو یو ځل بیا د پیاوړو بنسټونو، باثباته اقتصادونو او مخنیوي کوونکو دفاعي وړتیاوو په درلودلو کې د دولتونو اهمیت په ډاګه کړی دی. هغه وویل چې د سوداګرۍ، لوژستیک، ترانسپورت او د انرژۍ د دهلیزونو امنیت او پایښت اوس لا زیات برخلیک ټاکونکي شوي دي.
اردوغان د دې په بیانولو سره چې د اسیا اقتصادي ارزښت مخ پر ډېرېدو دی، او افریقا هم د خپل ظرفیت سره سم د لا پیاوړي استازیتوب غوښتنه کوي، او مخ پر ودې هېوادونه خپل لومړیتوبونه په لوړ غږ بیانوي، لاندې ارزونې وړاندې کړې:
"د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو مخ پر ودې نفوذ دا تقاضا کوي چې هغوی په خپلو جغرافیو کې لا زیات مسؤلیتونه په غاړه واخلي. د هرې سیمې د ستونزو حلول له بهر څخه د ټاکل شویو میتودونو له لارې شونې نه ده. موږ په دې باور یو چې هغه تګلارې چې د اړوندو هېوادونو پر ارادې، سیمه ییزو شرایطو او ګډو ګټو ولاړې وي، لا زیاتې دایمي او باثباته پایلې به ولري. د هغو هېوادونو لپاره چې ډیپلوماتیک ظرفیت، اقتصادي امکانات او له بېلابېلو اړخونو سره د اړیکو ټینګولو وړتیا لري، دا یوه اړینه اړتیا ده چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې لا اغېزمن رول ولوبوي."
"موږ د عمومي اسمبلۍ د رول د پیاوړي کولو د هڅو ملاتړ کوو"
اردوغان پر دې ټینګار وکړ چې دوی د ویټو د امتیاز د لغوه کولو، د پرېکړو نیولو په پروسو کې د ټاکل شویو غړو د لا زیات نفوذ موندلو، او د عمومي اسمبلۍ د رول د پیاوړي کولو د هڅو ملاتړ کوي، او زیاته یې کړه:
"په دې ګډ ډګر کې د بېلابېلو سیمو د هېوادونو راټولېدل به د نړیوال سیسټم مشروعیت او د استازیتوب وړتیا پیاوړې کړي. په نننۍ نړۍ کې، دا روښانه ده چې تلپاتې سوله د هغو بلاکونو په ډېرېدو سره نشي راتلای چې یو له بل څخه جلا دي او یو له بل سره خبرې نه کوي. د یوې 'لا عادلانه نړۍ' لپاره باید موږ د بېلابېلو جغرافیو تجربه، ظرفیت او اراده په یوه ګډ ډګر کې سره یوځای کړو. ترکیه به د خپل ژور دولتي دود، ډیپلوماتیک ظرفیت او هغو پیاوړو اړیکو په مټ چې له بېلابېلو جغرافیو سره یې ټینګې کړې دي، د دې اصلاحاتو په لټه کې د خپلې برخې مسؤلیت اخیستو ته دوام ورکړي."
























