نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
ترمپ د چهارشنبې په ناوخته وویل چې امریکا به په ایران کې او د هغې په شاوخوا کې خپل پیاوړی نظامي حضور وساتي ترڅو چې یو "واقعي تړون" په بشپړ ډول پلي شي. هغه خبرداری ورکړ که پر ژمنو وفا ونه شي، لا سخت غبرګون به وښايي.
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي / AA
13 ساعته مخکې

ټرمپ خبرداری ورکړ: امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ که د ایران د هوکړې ژمنې پوره نشي، نو "لوی، غوره او پیاوړی" نظامي ځواب به ورکړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ناوخته وویل چې امریکا به په ایران کې او د هغې په شاوخوا کې خپل پیاوړی نظامي حضور وساتي ترڅو چې یو "واقعي تړون" په بشپړ ډول پلي شي. هغه خبرداری ورکړ که پر ژمنو وفا ونه شي، له خورا سخت غبرګون سره به مخ شي.

ټرمپ  پر خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" (Truth Social) په یوه بیان کې وویل چې ټولې امریکایي کښتۍ، الوتکې او نظامي پرسونل به له اضافي مهماتو او وسلو سره "په ایران او شاوخوا کې په خپل ځای پاتې وي، تر هغه وخته پورې چې پر شوې واقعي هوکړې په بشپړ ډول عمل وشي."

هغه وویل: "که په هر علت دا کار ونه شي، چې امکان یې خورا لږ دی، نو بیا به 'ډزې پیل شي'؛ داسې ډزې چې تر بل هر وخت به سترې، غوره او پیاوړې وي."

هغه زیاته کړه چې د "اټومي وسلو د نه لرلو" په اړه هوکړه "ډېر پخوا" شوې وه او په دې اړه یې نورې ټولې "جعلي ویناوې" رد کړې. هغه وویل: "اټومي وسلې به نه وي او د هرمز تنګی به خلاص او خوندي وي."

هغه په دوام کې وویل: "په ورته وخت کې زموږ لوی پوځ ځان سمبالوي او استراحت کوي، او په حقیقت کې خپلې راتلونکې فتحې ته سترګې په لار دی."

ایران او امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د دوو اونیو اوربند اعلان کړ چې هدف یې د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې وروستۍ هوکړې ته لاره هوارول دي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د متحده ایالاتو او اسرائیلو له خوا پر ایران پیل شوې وه، او په سیمه کې یې زرګونه مړه او ټپیان پر ځای پرېښودل.

دا اعلان د ټرمپ له خوا ایران ته د ورکړل شوي ميعاد (ډېډلاین) له پای ته رسېدو دوه ساعته وړاندې وشو. ټرمپ ایران ته ویلي و چې یا دې د هرمز تنګی خلاص کړي او هوکړه دې ومني، ګنې نو "د یو بشپړ تمدن له تباهۍ" سره به مخ شي.

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د سرمنشي مارک روته سره لیدنه کوي.
چین: افغانستان او پاکستان د یوې 'هراړخیزې حل لارې' پر لټولو موافقه وکړه
تورکیې د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ او د هغه پر "بشپړ پلي کېدو" یې ټینګار وکړ
ایران :  چین، روسیه، تورکیه او پاکستان کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې ضمانت وکړي
نتنیاهو اپوزیسیون امریکا او ایران د اوربند لپاره د نتنیاهو ملاتړ 'سیاسي او ستراتیژیکه ناکامي' وبلله
د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې ددوې  د کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د طبي تخلیې بهیر ودراوه
اردوغان:تورکیه غواړي تر ۲۰۲۸ کاله دفاعي صادراتو په برخه کې د نړۍ   لسو غوره هیوادونو مقام ترلاسه کړي
ایران وايي امریکا یې ۱۰ ماده ییزه د سولې طرحه «په اصل کې» منلې ده
ایران خبرداری ورکړ چې که امریکا پر ملکي زیربناو بریدونه وکړي، د تېلو او ګازو عرضه به ګډوډه کړي
د امریکا او اسرائیلو بریدونو د ایران خارګ ټاپو په نښه کړ؛ د ګڼو چاودنو راپورونه ورکړل شوي
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني  زنځیرونه جوړ کړي
په استانبول کې د اسرائیل قونسلګرۍ ترڅنګ په وسله واله نښته کې ۳ تنه ترهګر له خپو وغورځول شول.
د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو د ایران پر هوايي ډګرونو او ښارونه درانده بریدونه وکړل.
ټرمپ په ايران کې د پيلوټ د ژغورنې عملیاتو په اړه  خبر خپرونکی خبریال په زندان وګواښه
اسرائیلي رسنۍ:د ټرمپ د ایران په اړه د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره اسرائیل چمتوالی نیسي