تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
تورکیې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید په کلکه غندلی او د ځاني زیانونو په اړه یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
پاکستان بلوچستان

انقرې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له  خونړۍ چاودنې وروسته وویل چې د سیمې سوله او ثبات په نښه کوونکي بریدونه د منلو وړ نه دي.

تورکیې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید په کلکه غندلی او د ځاني زیانونو په اړه یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د په بلوچستان ایالت کې په یو مساپروړونکې ریل ګاډي  په برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله ډیر زیات خواشیني دي. په اعلامیه کې راغلي: "موږ دا ناوړه برید په کلکه غندو، وژل شویو ته د الله تعالی له درباره د رحمت غوښتنه کوو او د هغوی کورنیو او د پاکستان خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو."

دغه وزارت ټینګار وکړ چې د سیمې سوله او ثبات په نښه کوونکي دا ډول بریدونه په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې د تورکیې او پاکستان ترمنځ پر پیوستون او یووالي بیا ټینګار وکړ.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي پر پټلۍ په یوه چاودنه کې شاوخوا ۲۸ تنه ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول. پولیسو ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې ریل ګاډی د کویټې ښار د چاوڼۍ سیمې په لور روان و.

بلوچستان، چې په کانونو بډایه سیمه ده او د چین-پاکستان د څو میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي دهلېز (CPEC) لپاره یوه مهمه لاره ده، له ډېرې مودې راهیسې له ترهګرۍ سره مخ دی.

د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ ، چې پر ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او حیاتي زیربناوو د ډېرو ترهګریزو بریدونو مسؤل ګڼل کېږي، په تېر کې یې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې کړې دي. تېر کال امریکا دغه ډله  د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

اسلام اباد هم ادعا کوي چې دا ډله  د ګاونډي هېواد هند له خوا ملاتړ ترلاسه کوي، خو نوي ډیلي تل دا تورونه رد کړي دي.

 

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی