روټه د غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل: "هغه لاره چې موږ پرې روان یو، پیاوړې اروپا او پیاوړې ناټو ده، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د وخت په تېرېدو سره، ګام په ګام، یوازې پر یوه متحد باندې لږ تکیه ولرو، لکه څنګه چې موږ د اوږدې مودې لپاره پرې تکیه کړې وه."
روټه زیاته کړه، دا بدلون به د امریکا متحده ایالاتو ته لا زیات فرصت ورکړي چې پر نورو لومړیتوبونو تمرکز وکړي، ځکه چې اروپايي متحدین خپل دفاعي لګښتونه زیاتوي.
هغه زیاته کړه: "دا نه یوازې له متحده ایالاتو سره ستاسو د لګښتونو د برابرولو لپاره اړینه ده، بلکې د دې لپاره هم ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د خپلو دښمنانو په وړاندې د دفاع لپاره کافي امکانات لرو."
د ناټو مشر دا هم په ډاګه کړه چې متحده ایالات به په اروپا کې په اټومي او دودیزې دفاع دواړو کې مهم رول لوبو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې اروپایان به لا زیات مسؤلیت پر غاړه واخلي.
هغه وویل: "کله چې د اروپايي اډو خبره راځي، اروپایانو دا پیغام اوریدلی دی. دا د متحده ایالاتو سره د اروپايي هیوادونو دوه اړخیزې ژمنې دي، ترڅو متحده ایالات وکولی شي دا دوه اړخیزې ژمنې د هغو عملیاتو لپاره وکاروي چې دوی یې د نړۍ په نورو برخو کې لري."
د هغه دا څرګندونې د ایران د جګړې پر مهال د ځینو متحدینو لخوا د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه نه ورکولو په تړاو د امریکا د وروستیو نیوکو په ترڅ کې مخې ته راغلي دي.
روټه یو ځل بیا تایید کړه چې اروپايي متحدین د خپلو پوځي اډو ته د لاسرسي په تړاو د دوه اړخیزو ژمنو له مخې هغه څه پوره کوي چې امریکا یې تمه لیدلی شي.
هغه د هرمز تنګي په لاره کې د اروپايي متحدینو هڅو ته هم اشاره وکړه.
روټه زیاته کړه: "د هرمز تنګی په دې وخت کې تړل شوی (بند شوی) دی، او دلته د کښتیو ازاد تګ راتګ په جدي توګه له ګواښ سره مخ دی. نو ځکه، دا بې له شکه د ټولو متحدینو په ګټه ده، شاید پخپله د ناټو لپاره د یو تړون په توګه نه وي، خو په ښکاره توګه هرچیرې چې موږ مرسته کولی شو، موږ به هلته شتون ولرو."























