تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د تورکیې ولسمشر اردوغان وايي، چې د ساحا ۲۰۲۶  SAHA 2026 نندارتون پر مهال لاسلیک شویو ۱۸۲ تړونونو ټولټال ۸ میلیارده ډالره سوداګري رامنځته کړې، چې ۶ میلیارده ډالره یې د مستقیمو صادراتو معاملې دي.
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
ولسمشر رجب طیب اردوغان / Reuters

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، تورکیه د دفاع، هوايي چلند او فضايي صنایعو په برخو کې د نړۍ په یوه مخ پر ودې ځواک بدله شوې او د میلیاردونو ډالرو صادراتي تړونونو او په جګړه کې ازمویل شویو کورنیو سیسټمونو ته یې اشاره وکړه.

اردوغان د جمعې په ورځ په استانبول کې د ساحا ۲۰۲۶ د  نړیوال دفاع، هوايي چلند او فضايي صنایعو نندارتون ته په وینا کې وویل، تورکیې "په ویاړ سره خپل نوم د هغو هېوادونو په کتار کې لیکلی چې ستوری یې په نړیواله کچه ځلېږي."

هغه وویل: "د تورکیې دفاعي صنعت اوس په یوه داسې ایکو سیسټم بدل شوی چې نه یوازې په خپله سیمه کې، بلکې په ټوله نړۍ کې یې غوښتنه کېږي، باوري دی او غوره ګڼل کېږي."

اردوغان اعلان وکړ چې د نندارتون پر مهال لاسلیک شویو ۱۸۲ تړونونو ټولټال ۸ میلیارده ډالره سوداګري رامنځته کړې، چې ۶ میلیارده ډالره یې د مستقیمو صادراتو معاملې دي.

هغه دا هم وویل چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تورکیې دفاعي صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه لوړ شوي او ۲.۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

اردوغان وویل: "موږ هغو کسانو ته چې ویل یې 'تاسو یې نشئ کولی'، د هغو محصولاتو له لارې ځواب ورکړ چې موږ جوړ کړي، بشپړ کړي او د جګړې په ډګرونو کې مو په بریالیتوب ازمویلي دي، لکه څنګه چې موږ یې نن په ساحا ۲۰۲۶  کې کوو."

'یوه داسې راتلونکې چې سوله پرې واکمنه وي'

د تورکیې ولسمشر د هېواد دفاعي هیلې له ملي یووالي او کورني ثبات سره وتړلې او "کورنۍ جبهه" یې د پوځي مخنیوي ترڅنګ د ملي امنیت یو بل مهم رکن وباله.

هغه وویل: "نن ورځ، زموږ د کورني سنګر د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ستراتیژیک ګام 'له ترهګرۍ پاکې تورکیې پروسه' ده، چې اوس یې ۱۸مه میاشت ده، او د یوې 'له ترهګرۍ پاکې سیمې' هدف دی."

اردوغان دا نوښت د سیمه ییزو ځواکونو د سیالیو پر وړاندې "زموږ د ملت په شعور او زړونو کې جوړ شوی یو پیاوړی سنګر" وباله او زیاته یې کړه چې موخه یې د تورکیې او ګاونډیو هېوادونو د کورني پیاوړتیا له لارې "د یوې داسې راتلونکې جوړول دي چې سوله پرې واکمنه وي."

اردوغان د SAHA استانبول ستاینه هم وکړه او هغه یې د اروپا تر ټولو لویه دفاعي او هوايي چلند ټولګه وبلله چې له ۱۳۰۰ څخه ډېر غړي شرکتونه او د ۳۰ پوهنتونونو فعاله ونډه لري.

هغه وویل: "موږ به تر هغه وخته پورې له ځنډ پرته کار ته دوام ورکړو چې د دفاعي صنعت په برخه کې د بشپړې خپلواکې تورکیې هدف ته ورسېږو."

ترکي شرکتونه خپل تر ټولو نوي او پرمختللي محصولات د استانبول په نندارتون مرکز کې د پنځه ورځني SAHA 2026 نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي، چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

دا پیښه د تورکیې او اروپا د دفاع، هوايي چلند او فضايي صنایعو د تر ټولو لویې ټولګې لخوا تنظیم شوې ده.

 

وپلټۍ
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
پاکستان د هند سره د شخړې د کلیزې په ورځ د هر ډول برید په وړاندې د سخت غبرګون خبرداری ورکړ
نيوزيلنډ د خپلو زړو جنګي بېړيو د بدلولو په اړه له اسټراليا او بریتانيا سره خبرې کوي
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل'
متحده عربي اماراتو او قطر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره تړونونه لاسلیک کړل
تورکیې او سعودي عربستان په انقره کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو خبرې وکړې.
د اسرائیلو لخوا پر غزې په هوايي برید کې د حماس د ډلې د مشر خلیل الحیه زوی سخت ټپي شوی دی
اشغالګرو اسرائیلي پوځیانو دا ځل د بي بي مریم مجسمې ته سپکاوی وکړ
په لوېدیځ بنګال کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) یو مهم غړی او همکار د وسله والو له خوا ووژل شو
راپور :  واشنګټن باور لري له ایران سره یوې هوکړې ته نږدې دی
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اسرائیل په سویلي لبنان په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژلي.
امریکايي ځواکونو په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په لیږدونکې یوې کښتۍ برید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: ایران به یوازې له امریکا سره 'عادلانه او جامع تړون' ومني.