نتنیاهو اعتراف کړی چې د ټرمپ پر ایران تګلارې د اغېز کولو لپاره "د حرکت ځای" نه لري
د اسرائیلو لومړي وزیر په پټو (محرمو) خبرو اترو کې منلې چې هغه د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دریځ د اغېز کولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دی.
د اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په پټو غونډو کې منلې چې نشي کولی د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ پر پرېکړو اغېز وکړي. دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات پر ایران د جګړې د پای ته رسولو یوې هوکړې ته د نږدې کېدو په حال کې ښکاري.
د اسرائیلو ۱۳م چینل د هغو نامعلومو سیاسي سرچینو په حواله چې له موضوع خبر دي، ویلي چې نتنیاهو د حکومت په پټو بحثونو کې د امریکا او ایران ترمنځ د رامنځته کېدونکې هوکړې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د راپور له مخې، نتنیاهو منلې چې اسرائیل اوسمهال د ټرمپ د پرېکړو د بدلولو لپاره "د مانور یا حرکت هیڅ ځای" نه لري.
د امنیتي کابینې غونډه
په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیلو امنیتي کابینې د یکشنبې په ماښام خپلو غونډو ته دوام ورکړ، ځکه چې د هوکړې د نږدې کېدو په اړه راپورونه زیات شوي دي.
په ورته وخت کې، د اسرائیلو امنیتي ادارې په لوړ خبرتیا کې دي. دوی اندېښنه لري چې دا هوکړه به ایران ته سیاسي خوندیتوب ورکړي، اقتصادي فشار به پرې کم کړي او د هغوی اټومي زیربناوې او نیابتي ډلې به پر خپل ځای پاتې شي.
د ۱۳م چینل د معلوماتو له مخې، په واشنګټن کې د اسرائیلو ډیپلوماټیکې هڅې د پخواني ستراتیژیکو چارو وزیر رون ډرمر لخوا رهبري کېږي، په داسې حال کې چې امریکا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
دغه ټلوېزیون د اسرائیلي خامنه يي "یوازینی سرچینو په حواله دا هم ویلي چې د ایران ستر رهبر مجتبی شخصیت دی چې کولی شي دا هوکړه له خنډ سره مخ کړي."
راپور زیاتوي چې ټرمپ ته نږدې کسانو، په شمول د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او سلاکار جارډ کوشنر، پر هغه فشار راوړی چې هوکړه ژر تر ژره نهایي کړي.
تر دې وړاندې، د اسرائیلو دولتي رسنۍ 'کان' (KAN) ویلي وو چې نتنیاهو له ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړي او د ایران د اټومي دوسیې په ځنډولو او په نوې هوکړه کې له ایران سره د لبنان د اوربند په تړلو یې خپله اندېښنه ورته ښودلې ده.
ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه "تر ډېره حده مذاکره شوې" او یوازې وروستي کېدو ته پاتې ده. دا پرمختګ تهران ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر له سفر وروسته شوی دی. په هغه جګړه کې چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه، لومړی اوربند د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب شوی و.





















