افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
ځایي اوسېدونکو او پولیسو د سې شنبې په ورځ فرانس پریس (AFP) خبري اژانس ته وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د یوې زړې مرمۍ د پرې کولو پر مهال د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي دي.
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان په ډېری سیمو کې ناچاودېدونکي توکي پاتې دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ناچاودو توکو د تلفاتو دریمه لوړه کچه لري.

پولیس وايي، وروستۍ پېښه د دوشنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه کباړي (د زړو اوسپنو ټولونکي) غوښتل یوه موندل شوې مرمۍ په اره  پرې کړي. په دې پېښه کې پنځه ماشومان، پخپله کباړي او یو بل بالغ کس وژل شوي دي.

د یو قرباني نږدې کس، یعقوب خان، ادعا وکړه چې دا مرمۍ له ګاونډي هیواد پاکستان څخه توغول شوې وه، خو دا ادعا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې. ۴۰ کلن یعقوب خان وویل: "هغه مرمۍ خپل کور ته نږدې پرانیستله ترڅو ترې چاودېدونکي توکي وباسي او ویې پلوري. په دې وخت کې یې ماشومان هم ترې چاپېره شوي وو."

یو بل اوسېدونکي، عبدالله نور، وویل چې د چاودنې غږ دومره لوړ و چې ده فکر وکړ "جنګي الوتکو بمونه وغورځول". ده زیاته کړه چې قربانیان په ډېر ناوړه حالت کې وو او د بدن غړي یې ترې بېل شوي وو. یو بل تن، خیر محمد، وویل چې د قربانیانو د غوښو ټوټې یې له سیمې راټولې کړې دي.

روغتیايي چارواکو او پولیسو تایید کړه چې په دې چاودنه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي. د پکتیکا ولایت پولیسو په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي چې له ناچاودو مهماتو سره له لمس کولو ډډه وکړي او د موندلو په صورت کې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ماین پاکۍ د برخې مشر، نیک پونډ، وویل چې د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په ختیځ کې ده. هغه زیاته کړه: "د زړو اوسپنو (کباړ) ټولول په افغانستان کې یو له هغو فعالیتونو دی چې ډېرې پېښې رامنځته کوي."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د روان کال تر اپریل پورې، په ټول هیواد کې ۱۲۶ کسان د ناچاودو توکو له امله وژل شوي او ۴۸۹ نور ټپیان شوي دي.

سره له دې چې خطرونه ډېر دي، خو د تمویل کوونکو لخوا د بودیجې د کمښت له امله، په تېرو دوو کلونو کې د ماین پاکۍ د ټیمونو شمېر ۶۴ سلنه کم شوی دی. نیک پونډ وویل: "په نړیواله کچه د بشري مرستو د کمېدو له امله، افغانستان ته د رسېدو په وخت کې پیسې خلاصې وي او یا هم هغوی ډېر څه نه لري."

 

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ