منډلسن د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په امریکا کې د برېتانیا د سفیر په توګه وټاکل شو، خو په سپټمبر کې له دندې ګوښه کړل شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی د برېتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر سره همغږی دی، چا چې منلي وو چې واشنګټن ته د برېتانیا د سفیر په توګه د پیټر منډلسن په ټاکلو کې یې په قضاوت کې تېروتنه کړې ده.
ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې 'ټروت سوشل' (Truth Social) کې لیکلي: "د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر اعتراف وکړ چې واشنګټن ته د خپل سفیر په غوره کولو کې یې 'غلط قضاوت' کړی و." هغه زیاته کړه: "زه موافق یم، هغه واقعیا یو بد انتخاب و. خو لا هم د سمون لپاره ډېر وخت شته!"
سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې پرېکړې بشپړ مسؤلیت په غاړه واخیست او بښنه یې وغوښته، چې په دې کې یې د جنسي جرمونو د محکوم شوي ارواښاد جفري اېپسټین قربانیانو ته هم خطاب وکړ.
نوموړي پارلمان ته وویل: "زه غواړم پارلمان ته روښانه کړم چې ... زما قضاوت غلط و. ما باید پیټر منډلسن نه وای ټاکلی. زه د دې پرېکړې مسؤلیت منم. او یو ځل بیا د جفري اېپسټین له قربانیانو بښنه غواړم، ځکه چې زما پرېکړې هغوی ناهیلي کړي وو."
منډلسن، چې د خپل سیاسي مهارت او په پرده تر شا د نفوذ له امله له ډېرې مودې راهیسې د "سیاسي تبلیغاتي ماهر" او "د تیارو د شهزاده په نومونو یادېده، خپل څو لسیزې اوږد مسلک یې له لیبر ګوند او د لارډانو له جرګې څخه په استعفا پای ته ورساوه.
هغه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په امریکا کې د برېتانیا سفیر شو، خو په سپټمبر کې وروسته له هغه له دندې ګوښه کړل شو چې ډاونینګ سټریټ (د لومړي وزیر دفتر) وویل د اېپسټین سره د هغه د اړیکو د ژورتیا په اړه نوي معلومات ترلاسه شوي دي.
د اېپسټین په فایلونو کې افشا شوي معلومات ښيي چې جفري اېپسټین د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ منډلسن یا د هغه ملګري رینالډو اویلا ډا سیلوا ته شاوخوا ۷۴ زره ډالره ورکړي او د سیلوا د زده کړې لګښتونه یې هم پر غاړه اخیستي وو.
همدارنګه ایمیلونه ښيي چې منډلسن د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ وروسته جفري اېپسټین ته د برېتانیا د حکومت حساس معلومات هم ورکړي وو.
سټارمر د ۲۰۲۴ کال په پرېکړې (د منډلسن ټاکل) له امله د دندې پرېښودو له مکررو غوښتنو سره مخ دی. هغه پر پخواني سفیر تور پورې کړی چې د څېړنو پر مهال یې د اېپسټین سره د خپلو اړیکو د کچې په اړه درواغ ویلي وو.
هغه مشورتي اسناد چې د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې سټارمر ته وړاندې شوي وو، ښيي چې د منډلسن او اېپسټین اړیکو له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې دوام درلود. په دغو اسنادو کې دا هم یاد شوي چې منډلسن د ۲۰۰۹ کال په جون کې په داسې حال کې د اېپسټین په کور کې اوسېده چې هغه پخپله په زندان کې و.










