امریکايي پوځ وايي، پر ایراني ساحلي رادار سایټونو یې برید کړی، په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مني چې تهران لا هم د جګړې د پام وړ وړتیا لري.
امریکايي پوځ ویلي چې د ایران په سویلي ساحل کې یې پر رادار سایټونو برید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا-اسرائیل او ایران ترمنځ په جګړه کې رامنځته شوی نازک اوربند له نوي ګواښ سره مخ شوی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ځواکونو یې د ایران څلور "یو طرفه بریدګر" ډرون الوتکې چې د هرمز تنګي په لور روانې وې، راغورځولې دي. له هغې وروسته یې په 'ګورک' ښار او 'قشم' ټاپو کې د ایران د ساحلي څارنې پر رادار سایټونو بریدونه وکړل.
په اعلامیه کې راغلي: "بریدګرو ډرون الوتکو په سیمه کې د سمندري تګ راتګ لپاره سمدستي ګواښ پېښاوه، او پر رادار تاسیساتو بریدونه د نورو بریدونو په وړاندې د دفاع په موخه شوي دي."
د اپریل له ۸مې راهیسې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ یو اوربند ټینګ شوی، خو د جګړې د دایمي پای لپاره ډیپلوماټیکې خبرې اترې تر اوسه نه دي بریالۍ شوې.
ټرمپ د جمعې په ناوخته له NBC نیوز سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې ایران لا هم د جګړې توان لري. هغه وویل: "دوی ځینې توغندي او ځینې ډرون لري. زه به ووایم چې د فیصدۍ له مخې، شاید د دوی ۲۱ یا ۲۲ سلنه توغندي پاتې وي."
د ایران پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د عمان په خلیج کې یې پر دوو امریکايي ویجاړونکو (Destroyers) بېړیو "خبرداري توغندي" ویشتلي؛ هغه ادعا چې امریکايي پوځ سمدستي رد کړه.
دوه ورځې وړاندې، کویټ ویلي و چې ۳۰ بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي چې د ایران د "ناوړه تېري" په ترڅ کې ویشتل شوي وو.
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شول، چې په لومړنیو بریدونو کې د ایران ستر رهبر علي خامنه ای، ډېر لوړپوړي پوځي مشران او په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول.
خو ایران په چټکۍ سره د هرمز تنګي په کنټرولولو سره ځواب ورکړ—هغه تنګی چې د نړۍ پنځمه برخه تېل ترې تېرېدل—او پر هغو خلیجي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون بریدونه پیل کړل چې د امریکا متحدین دي.





















