منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې
د "اپارټایډ" څرګندونو پر سر؛ د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ مشرې له کاجا کالاس سره اړیکې پرې کړې.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې

پدې اونۍ کې، کاجا کالاس ویلي وو چې اروپايي ټولنه به د یو شمېر غړو هېوادونو له غوښتنې وروسته، د اسرائیلو له میشت ځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو اختیارونه وڅېړي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کاجا کالاس سره وروسته له هغه ټولې اړیکې پرې کوي، چې هغې په خپلو څرګندونو کې اسرائیل د "اپارټایډ" له هغه رژیم سره ورته بللي وو چې یو وخت یې پر سویلي افریقا واکمني کوله.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینانو پر وړاندې د غیرقانوني اسرائیلي میشتو وګړو د تاوتریخوالي له امله، د اسرائیلو او اروپايي ټولنې ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې له سخت فشار سره مخ دي.

د پنجشنبې په ورځ، ګیډون سار د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ پر مشرې کالاس تور پورې کړ چې د اسرائیلو په وړاندې "له تعصب څخه ډک او په ښکاره ډول ناعادلانه چلند" کوي. سار پر ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "پدې وروستیو کې خپره شوه چې مکسیکو ته د خپل سفر پر مهال، هغې اسرائیل د سویلي افریقا له نژاد پرست اپارټایډ رژیم سره پرتله کړي دي."

هغه زیاته کړه: "تر اوسه پورې د هغې لخوا د دې سختې څرګندونې په اړه هیڅ ډول انکار، وضاحت یا ځواب نه دی ورکړل شوی. له همدې امله، د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، زه له آغلې کالاس سره د ټولو اړیکو له پرې کولو پرته بله لاره نه لرم، تر څو چې هغې خپله دا توهین امیزه ادعا نه وي اخیستې."

د "یوراکټیو" (Euractiv) خبري سرچینې په وینا، کالاس دا څرګندونې تیره میاشت مکسیکو ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له حکومتي چارواکو سره په یوه تړلې ناسته کې کړې وې. کالاس د پنجشنبې په ورځ د سار څرګندونو ته په غبرګون کې د اروپايي ټولنې او اسرائیلو ترمنځ پر دوامداره خبرو اترو ټینګار وکړ، خو د "اپارټایډ" د ادعا په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

کالاس پر ایکس ولیکل: "زه زموږ خبرو اترو ته ارزښت ورکوم او په درناوي او رغنده ډول د دې لړۍ دوام ته چمتو یم. اروپايي ټولنه تل له اسرائیلو سره رغنده اړیکو ته ژمنه ده. په منځني ختیځ کې د سولې د راوستلو لپاره، د 'دوه هیوادونو حل لاره' لا هم یوازینۍ ممکنه لاره ده." هغې زیاته کړه چې اروپايي ټولنې په لویدیځه غاړه کې غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونه غندلي، ځکه چې دا کار د سولې هدف ته رسیدل ستونزمنوي.

پدې اونۍ کې کالاس ویلي وو چې اروپايي ټولنه به د ځینو غړو هیوادونو په غوښتنه، له غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو پر لارو چارو کار وکړي. هغې دا هم یادونه وکړه چې یو شمېر اروپايي هېوادونو د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر 'ایتامار بن ګویر' پر وړاندې د بندیزونو وړاندیز کړی، که څه هم تر اوسه پرې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د بن ګویر د تور لیست کولو غوښتنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې هغه تیره میاشت یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې پر هغو فعالانو ملنډې وهلې چې اسرائیلي سرتیرو غزه ته د مرستو په یوه بېړۍ کې نیولي وو.

د بشري حقونو ډلې راپور ورکوي چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینانو او د دوی پر جایدادونو د اسرائیلي میشتو وګړو بریدونه نږدې هره ورځ ترسره کیږي. د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس پرته، اوسمهال تر ۵۰۰،۰۰۰ ډیر اسرائیلیان په لویدیځه غاړه کې په هغو میشت ځایونو کې ژوند کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دي.

 

وپلټۍ
روسیه ادعا کوي چې په استانبول کې د اوکراین تړون د لویدیځو هېوادونو د مداخلې له امله له منځه ولاړ
په لاس انجلس کې د نړیوال جام هیجان: "ترکیش وایب زون"  خپلې دروازې پرانیزي!
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې په یوه کښتۍ برید کړی، چې یو کس پکې وژل شوی
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ