تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی
د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د اسرائیل، امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه که دوام ومومي، نو د یوه پراخ نړیوال کړکېچ د رامنځته کېدو خطر لري.
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی / AA
13 ساعته مخکې


ابراهیم کالین خبرداری ورکوي چې د ایران اوسنی کړکېچ "په چټکۍ سره د یوه نړیوال کړکېچ په لور روان دی" او داسې "جګړې" ته د اوښتو خطر لري چې "بیه به یې اته میلیارده انسانان پرې کوي".

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د اسرائیل، امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه که دوام ومومي، نو د یوه پراخ نړیوال کړکېچ د رامنځته کېدو خطر لري.

ابراهیم کالین د شنبې په ورځ په استانبول کې د سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزې ته په وینا کې وویل: "له نړیوالې وبا راهیسې، زموږ نړۍ له ډېرو سختو پړاوونو، کړکېچونو او درزونو څخه تېرېږي."

هغه وویل، د روسیې او اوکراین جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه، په دې وروستیو کې خپل پنځم کال ته داخله شوې او لا هم روښانه نه ده چې پایله به یې څه وي.

کالین دا هم وویل چې پر غزې د اسرائیل د نسل وژونکې جګړې پایلې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پیل شوه، لا هم محسوسېږي.

نوموړي وویل: "په داسې حال کې چې په غزه کې د سولې د ټینګښت هڅې روانې دي، د اسرائیل سرغړونې او د اشغال او الحاق سیاستونه یې له کوم ځنډ پرته دوام لري."

په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه، کالین وویل چې د تېر کال په جون میاشت کې د اسرائیل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې د ایران د اوسني کړکېچ شرایط وازمایل.

هغه وویل: "موږ دا مهال د اسرائیل/امریکا او ایران ترمنځ د هغې جګړې په منځ کې یو چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې او شاوخوا یوه میاشت یې دوام کړی دی."

کالین وویل، تورکیې د ایران د جګړې د مخنیوي او د هغې د خپرېدو د درولو لپاره سختې ډیپلوماتیکې هڅې کړې دي او خبرداری یې ورکړ چې دا جګړه له سیمې بهر د پراخېدو خطر لري.

هغه وویل: "له بده مرغه، هغه سیمه‌ییزه جګړه چې اسرائیل پیل کړې، لکه څنګه چې د تورکیې ولسمشر خبرداری ورکړی، په چټکۍ سره د یوه نړیوال کړکېچ په لور روانه ده." دا د داسې "جګړې" خطر لري چې "بیه به یې اته میلیارده انسانان پرې کوي."

هغه زیاته کړه: "زموږ ټوله هڅه دا ده چې تر هر څه لومړی دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي."

تورکیې هېڅکله د نفاق اور ته لمن نه ده وهلې

هغه دا خبرداری هم ورکړ چې دا کړکېچ کولی شي په سیمه کې اختلافات نور هم ژور کړي.

"د دې جګړې یوه محاسبه شوې پایله یوازې د ایران د اټومي وړتیا له منځه وړل نه دي، بلکې تر دې خطرناکه دا ده چې داسې ګامونه اخیستل کېږي چې د سیمې د بنسټیزو خلکو - ترکانو، کردانو، عربانو او فارسیانو - ترمنځ د لسیزو ورور وژونکو شخړو ته زمینه برابروي."

کالین ټینګار وکړ چې ترکیه به په داسې اختلافاتو کې برخه وانخلي.

"ترکیه هېڅکله د نفاق اور ته لمن وهونکې نه ده پاتې شوې او نه به شي. که اړتیا وي، موږ به د اور ګوله په لاسونو کې واخلو او پر خپله سینه به یې سړه کړو، خو هېڅکله به یې د نفاق اور ته ونه غورځوو."

هغه وویل چې د ایران پر وړاندې جګړه د نړیوال قانون له مخې حقوقي بنسټ نه لري.

کالین په سیمه کې د نویو تحمیلي واقعیتونو د رامنځته کولو د هڅو په اړه هم خبرداری ورکړ.

"موږ ښه پوهېږو چې هغه کسان چې دا جګړه یې پیل کړې، هڅه کوي په لبنان، سوریه، د فلسطین په خاوره او نورو ځایونو کې د ویجاړۍ، الحاق او اشغال د سیاستونو له لارې نوي واقعیتونه رامنځته کړي."

هغه زیاته کړه چې ترکیه به اجازه ورنکړي چې د فلسطینیانو حقونه له پامه وغورځول شي.

"موږ به اجازه ورنکړو چې د فلسطینیانو بنسټیز حقونه د تحمیلي واقعیتونو له لارې ترې واخیستل شي او یا په غزه او لوېدیځه غاړه کې سرغړونې له پامه وغورځول شي."

کالین وویل: "پر خلیجي هېوادونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي. خو موږ باید هېڅکله هېر نه کړو چې جګړه چا پیل کړه."

هغه وویل چې ترکیه د خبرو اترو د پیل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان د نوښتونو په ګډون، ملاتړ کوي.

"موږ په دې برخه کې د خپلو پاکستاني وروڼو د مرستې له غځول شوي لاس څخه پوره ملاتړ کوو."

خو کالین وویل چې اسرائیل د خبرو اترو د پیل هڅې کمزورې کړې دي.

"لکه د جګړې څخه مخکې، موږ وینو چې اسرائیل د خبرو اترو او اړیکو د کانالونو د پرانیستلو هڅې په شدت سره سبوتاژ کوي."

په منځني ختیځ کې کړکېچ د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه له ۱۳۴۰ ډېر کسان وژل شوي، چې د هغه وخت ستر مذهبي مشر علي خامنه اي هم په کې شامل دی.

ایران په ځواب کې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې اسرائیل او هغه خلیجي هېوادونه یې په نښه کړي چېرې چې د امریکا پوځي شتمنۍ شتون لري.

'اړیکې د مانا جوړولو یوه هڅه ده'

د جګړې ترڅنګ، کالین دا خبرداری هم ورکړ چې عصري نړۍ له معلوماتو ډکه ده، خو له حقیقت څخه په زیاتېدونکي ډول لرې شوې ده.

هغه وویل: "موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې معلومات ډېر دي، پوهه کمه شوې او حکمت تقریباً له منځه تللی دی."

هغه استدلال وکړ: "اړیکې یوازې د معلوماتو او پیغامونو د لېږد هڅه نه ده. اړیکې د مانا جوړولو یوه هڅه هم ده."

کالین وویل: "که تاسو یو څه ته نوم ورنکړئ، هغه ستاسو نه دی. که تاسو کیسه ونه وایئ، هغه ستاسو کیسه نه ده." نوموړي پر ټولنو غږ وکړ چې خپل مفهومي چوکاټونه او روایات رامنځته کړي.

 

وپلټۍ
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
چین ته د ټرمپ سفر چې د ایران د جګړې له امله ځنډیدلی وو د مې په ۱۴ مه نیټه ترسره کیږي.
جرمني پر امریکا او اسرائیلو په ایران د برید او جګړې له امله سختې نیوکې وکړې.
اسرائیل پلان لري چې په لبنان کې خپل یرغل نور هم پراخ کړي — راپور
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
په توره بحیره کې د تورکیې اړوند په یوې ټانکر کښتۍ د ډرون الوتکې برید شوی
په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
ایران د هرمز تنګي له لارې پر ټرانزیټ د خپل کنټرول اعلان وکړ
نتنیاهو پوځ ته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د بریدونو د لا زیاتولو امر کړی.
د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې بیا پیل شوې
هاکان فیدان د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.