منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
د عراق د دفاع وزارت راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار د بغداد په لویدیځ کې د حبانیه په اډه کې د پوځي کلینیک او انجینرۍ په یوه واحد باندې د هوایي برید له امله اووه سرتیري ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې. / Reuters
25 مارچ 2026

د عراق د دفاع وزارت د حبانیه برید یو خطرناک زیاتوالی او د “نړیوالو معیارونو” له مخې یو “جدي جرم” وباله

د عراق د دفاع وزارت راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار د بغداد په لویدیځ کې د حبانیه په اډه کې د پوځي کلینیک او انجینرۍ په یوه واحد باندې د هوایي برید له امله اووه سرتیري ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

د امریکا د ټولنیزو رسنیو شرکت ایکس په یوه اعلامیه کې، وزارت وویل چې له دغه برید وروسته د یوې الوتکې له خوا نورې ډزې هم وشوې، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم په سیمه کې د لټون چارې پر مخ وړې. 

وزارت زیاته کړه چې دغه برید هغه مهال ترسره شو چې سرتېري د خپلو “ملي او انساني دندو” په ترسره کولو بوخت وو.

وزارت دا برید" د نړیوالو قوانینو او معیارونو “ښکاره او جدي سرغړونه” بللې ده چې د طبي تاسیساتو او د هغوی د کارکوونکو په نښه کول منع کوي.

وزارت دغه برید “خطرناک زیاتوالی” وباله او ټینګار یې وکړ چې د طبي تاسیساتو په نښه کول “یو جدي جرم” ګڼل کېږي.

عراق “ځواب ورکوي”

وزارت وویل چې دغه برید به د هغوی پر پرسونل اغېز ونه کړي، او زیاته یې کړه چې عراق حق لري چې د نافذه قوانینو له مخې “د ځواب لپاره ټول اړین اقدامات” وکړي.

وزارت د برید د مسؤل لوري یادونه ونه کړه.

د امریکا او اسرائیلو لخوا له فبرورۍ ۲۸مې راهیسې پر ایران هوايي بریدونه روان دي، چې تر اوسه یې له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژلي، په دې کې د هغه وخت د ایران ستر مشر علي خامنه‌يي هم شامل دی.

تهران د بې ‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو سره ځواب ورکړی، چې اسرائیل یې هدف ګرځولی، او همدارنګه اردن، عراق او د خلیج هغه هېوادونه چې هلته د امریکا پوځي او مالي شتمنۍ مېشتې دي، په نښه کړي دي، چې د زیانونو او تلفاتو ترڅنګ یې زیربناوې زیانمنې کړې او نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړي دي.

وپلټۍ
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان: تورکیه هوډ لري چې د "اور له کړۍ" څخه بهر پاتې شي
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
ایران د نړۍ د تیلو حیاتي لار د هرمز تنګی په ماینونو د سمبالولو ګواښ وکړ.
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول
متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ