نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
واشنګټن پوست : پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، پنټاګون منځني ختیځ ته د زرګونو امریکايي سرتېرو له لېږلو وروسته، په ایران کې د هغو احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره پلانونه جوړ کړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته په کتو ښايي څو اوونۍ دوام وکړي.
واشنګټن پوست : پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي
واشنګټن پوست : پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي / AP
12 ساعته مخکې

چارواکو ویلي، چې دا پلانونه ښايي "یوه نوي پړاو" ته د ننوتلو نښه وي چې د جګړې له لومړیو څلورو اوونیو څخه به "په پام وړ کچه ډېر خطرناک" وي.

هغو چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، ویلي چې هر ډول ځمکني عملیات به د یوې بشپړې اشغال کچې ته ونه رسېږي، بلکې په دې کې به د ځانګړو ځواکونو او پیاده ځواکونو له خوا چاپې شاملې وي.

چارواکو ویلي، چې دا عملیات به سرتېري د بې پیلوټه الوتکو (ډرون)، توغندیو، له ځمکې څخه د ډزو او لاسي بمونو له ګواښ سره مخ کړي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي: "دا د پنټاګون دنده ده چې د اعلی سرقومندان لپاره د ممکنه انتخابونو د برابرولو په موخه چمتووالی ونیسي. دا په دې مانا نه ده چې ولسمشر کومه پرېکړه کړې ده."

په خبرو اترو کې، د ایران د تېلو د صادراتو پر مهم مرکز، خارک ټاپو، باندې د احتمالي عملیاتو او د کښتیو پر وړاندې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د هرمز تنګي ته نږدې پر ساحلي بریدونو بحث شوی دی.

ځینو چارواکو ویلي چې احتمالي ماموریتونه به "د میاشتو پر ځای څو اوونۍ" دوام وکړي، په داسې حال کې چې نورو بیا د "څو میاشتو" اټکل کړی دی.

ټرمپ ویلي: "زه هېڅ ځای ته سرتېري نه لېږم،" په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دا به "یوه اوږدمهاله جګړه نه وي" او موخې "له ځمکنیو ځواکونو پرته" هم ترلاسه کېدای شي.

چارواکو راپور ورکړی چې د فبرورۍ په وروستیو کې د ایران په جګړه کې د امریکا او اسرائیل له پیل راهیسې، په ټوله سیمه کې په بریدونو کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییز کړکېچ وروسته له هغه دوام لري چې اسرائیل او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه یې د مذهبي مشر علي خامنه اي په ګډون له ۱۳۰۰ څخه د ډېرو کسانو د وژل کېدو لامل شوي دي.

ایران په ځواب کې پر اسرائیل، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا پوځي شتمنۍ لري، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې مرګ ژوبله او زیربناوو ته زیان اوښتی، او همدارنګه یې نړیوال بازارونه او هوايي چلند له خنډ سره مخ کړی دی.

 

وپلټۍ
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
چین ته د ټرمپ سفر چې د ایران د جګړې له امله ځنډیدلی وو د مې په ۱۴ مه نیټه ترسره کیږي.
جرمني پر امریکا او اسرائیلو په ایران د برید او جګړې له امله سختې نیوکې وکړې.
اسرائیل پلان لري چې په لبنان کې خپل یرغل نور هم پراخ کړي — راپور
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
په توره بحیره کې د تورکیې اړوند په یوې ټانکر کښتۍ د ډرون الوتکې برید شوی
په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
ایران د هرمز تنګي له لارې پر ټرانزیټ د خپل کنټرول اعلان وکړ
نتنیاهو پوځ ته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د بریدونو د لا زیاتولو امر کړی.
د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې بیا پیل شوې
هاکان فیدان د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.