کلتور
3 د لوستلو دقیقې
یونسکو د تورکیې قهرمان‌ماراش  ښار د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ
د قهرمان ماراش ښاروال، فرات ګورګل، په خپله یوه لیکلې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د یونسکو د نوښتګرو ښارونو شبکې نوي غړي د اکتوبر په ۳۱مه، د ښارونو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په پاریس کې وټاکل شول.
یونسکو د تورکیې قهرمان‌ماراش  ښار د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ
قهرمان ماراش موزیم / TRT

یونسکو د تورکیې قهرمان‌ماراش  ښار د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیزې او کلتوري ادارې (یونسکو) د قهرمان‌ ماراش ښار د بډایه ادبي تاریخ او پراخو کلتوري فعالیتونو له امله د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ. دا پرېکړه د ښارونو له نړیوالې ورځې سره په یو وخت اعلان شوه.

قهرمانن ماراش په رسمي توګه د ادبیاتو په برخه کې د یونسکو د نوښتګرو ښارونو له شبکې سره یوځای شو. د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیزې او کلتوري ادارې (یونسکو) د قهرمان ماراش بډایه ادبي تاریخ او کلتوري تحرک ته په اشارې، دا ښار د نړۍ د نوښتګرو ښارونو په کتار کې د ادبیاتو په برخه کې ځای کړ؛ دا ټاکنه د ښارونو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله اعلان شوه.

د قهرمان ماراش ښاروال، فرات ګورګل، په خپله یوه لیکلې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د یونسکو د نوښتګرو ښارونو شبکې نوي غړي د اکتوبر په ۳۱مه، د ښارونو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په پاریس کې وټاکل شول.

ګورګل دې ته په اشارې چې دا بریا د ښاروالۍ له لوري پر ادبیاتو متمرکز کلتوري چلند او ستراتیژیکو فعالیتونو پایله ده، وویل: "قهرمانماراش د نوښتګرو ښارونو شبکې ته په ورګډېدو سره په دې برخه کې د تورکیې لومړنی ښار شو. د یونسکو له لوري دا ټاکنه د قهرمانماراش د کلتوري پرمختګ په لاره کې یو مهم ګام دی."

د یونسکو عمومي مشرې، اودري ازولې، د دوامداره پرمختګ لپاره د کلتور او نوښتګرو صنعتونو مهم رول ته په اشارې وویل: "د یونسکو نوښتګر ښارونه ښیي چې کلتور کولی شي د پرمختګ، پانګونې جذبولو او ټولنیز یووالي لپاره یو اساسي محرک وي."

یونسکو سږکال ۵۸ نوي ښارونه د نوښتګرو ښارونو په شبکه کې شامل کړل، چې په دې سره د دې شبکې د غړو شمېر د ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو ۴۰۸ ښارونو ته ورسېد. د لومړي ځل لپاره، یونسکو د معمارۍ څانګه هم په اوو موجوده برخو لکه لاسي صنایع او ځايي هنرونه، ډیزاین، فلم، خوراک‌پوهنه، ادبیات، رسنیز هنرونه او موسیقۍ ورزیاته کړه.

د ادبیاتو په برخه کې، لس ښارونه لکه ابیریستویت (ویلز)، ابوجا (نایجیریا)، تسلیه (سلوانیا)، کوناکري (ګینیا)، دومګته (فیلیپین)، ګدانسک (پولنډ)، قهرمانماراش (ترکیه)، لوند (سویډن)، سن‌لوئیس‌پوتوسي (مکسیکو) او طنجه (مراکش) دې شبکې ته ورګډ شول. په دې ټاکنو سره، د یونسکو د "ادبیاتو ښارونو" شمېر ۶۳ ته ورسېد.

د قهرمان ماراش د سوچو امام پوهنتون رئیس، الپ‌تکین یاسیم، هم د دې ټاکنې په غبرګون کې وویل چې دا ښار د ترکي شعر د نامتو څېرو لکه "یدی ګوزل ادم" یا "اوو ښو سړیو" زېږنځای دی او زیاته یې کړه: "دا پیاوړی ادبي میراث اوس د یونسکو په تایید سره رسمیت وموند او په نړیواله کچه وپېژندل شو."

قهرمان ماراش چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ویجاړونکو زلزلو کې یې پراخ زیانونه لیدلي وو، اوس په دې نړیوال لقب سره یو ځل بیا د خپل کلتوري تحرک او ټولنیزې بیارغونې نښه ګرځېدلی دی.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې