د سعودي په مشرۍ ایتلاف د چهارشنبې په ورځ سهار وختي وویل، چې پنځه هغه بې پیلوټه الوتکې (ډرون) یې شنډې او له منځه وړي دي، چې د سعودي عربستان پر لور توغول شوې وې.
د ایتلاف ویاند، برید جنرال ترکي المالکي پر اېکس (X) پاڼه ویلي، چې د دغو الوتکو د شنډولو او له منځه وړلو عملیات په ختیځ ولایت او مدینه منوره کې، چې د اسلام یو له تر ټولو سپېڅلو ښارونو څخه دی، ترسره شوي دي.
المالکي په یوه جلا بیان کې زیاته کړه، چې ایتلافي ځواکونو یوه بله بې پیلوټه الوتکه هم شنډه او ویجاړه کړې، چې د ختیځې سیمې پر لور روانه وه.
سعودي عربستان په روانه میاشت کې د حوثي ملیشو له پرله پسې بریدونو سره مخ دی .په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر هغه برید هم شامل دی، چې په وروستیو څو کلونو کې د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې له یادې ډلې سره جګړې لا زور اخیستی دی.
مدینه منوره، چې د حضرت محمد (ص) د مبارکې مقبرې او مسجد النبوي کوربه ده، د مکې مکرمې ترڅنګ د اسلام له تر ټولو سپېڅلو ښارونو څخه ګڼل کېږي. حوثي ملیشو وړاندې ژمنه کړې وه، چې دغه دواړه ښارونه به له خپلو بریدونو څخه خوندي ساتي.


























