تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د ناټو عمومي منشي مارک روټه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د خپلو خبرو پر مهال د تورې بحیرې په ګډون د سیمې پر شته امنیتي وضعیت بحث وکړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې

د ناټو ویاندې الیسن هارټ پر اېکس شبکه لیکلي چې هغوی د ناټو په دفاع او د دښمن په شا تمبولو کې د تورکیې پر «خورا غوره هڅو او ونډې» هم خبرې کړې دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټولنیزه شبکه خپره کړې چې فیدان بروکسل ته د خپل سفر په ترڅ کې له روټه سره وکتل. فیدان د تورکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چفتچي او د عدلیې وزیر اکین ګورلیک په ملتیا د تورکیې او بلجیم په څلورمه وزیرانو غونډه کې ګډون کوي.

په توره بحیره کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د پېښو زیاتوالی

دا غونډه په توره بحیره کې د بې پیلوټه الوتکو د تحرکاتو او پېښو له زیاتېدو سره هم مهاله کېږي. د اکتوبر پر ۱۷مه، رومانیا اعلان وکړ چې د تورې بحیرې پر سر یې خپلو فضايي پولو ته ننوتلې دوه ډرون الوتکې ویشتلي او نسکورې کړې دي. ناټو مخکې هم د رومانیا په فضايي حریم کې څلور بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې چې ټولې د روان کال پېښې وې.

د بلې پېښې په ترڅ کې چې د اکتوبر پر ۱۳مه راپور شوه، د بلغاریا د تورې بحیرې سواحلو ته نږدې دوه سترې کښتۍ وویشتل شوې. د اروپایي کمیسیون مشرې فون ډېر لاین د دې پېښې په غبرګون کې وویل: «توره بحیره په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر بلې تاوتریخجنې جبهې بدله شوې ده. دا عمل په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.»

تورکیې، رومانیا او بلغاریا د جولای په پیل کې هوکړه کړې وه چې په توره بحیره کې خپله شته سمندري همکاري زیاته او پراخه کړي.

بلجیم د تورکیې صنعتي برخه او رول وستایلو

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پرووټ د اکتوبر پر ۱۳مه وویل چې ترکیه کولای شي له اروپایي هېوادونو سره مرسته وکړي ترڅو په مهمو صنعتي برخو کې خپله استراتېژیکه انحصاريت لږ کړي.

پرووټ د تورکیې تولیدي ظرفیت، صنعتي تخصص او له ګاونډیو بازارونو سره د هغې نښلون ته په اشارې وویل: «ترکیه نه یوازې د يوه صنعتي بازار په توګه، بلکې سمې او تر ډېره پراخې سیمې ته د یوه مهم ور او دروازې په توګه مهم رول درلودلی شي.»

هغې زیاته کړه: «موږ باید د دغه نږدېوالي او جغرافیا ارزښت درک کړو، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې اروپا پخوا خپلو استراتېژیکو انحصارونو ته اړتیا لیدله.»

پرووټ تورکیه د ناټو مهم متحد، د اروپايي ټولنې نوماند هېواد او په اروپا، اسیا او منځني ختیځ کې د وصل یو پیاوړی صنعتي او اقتصادي قدرت وباله. هغې وویل چې د انقرې دغه وړتیاوې کولای شي د اروپايي هېوادونو د اکمالاتي لړۍ په پیاوړتیا او ثبات کې مرسته وکړي.

 

وپلټۍ
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده