د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: «د اسرائیل له سختو پاروونکو لمسونو سره سره، موږ ګورو چې په سوریه کې سوله، امنیت او ثبات یو ځل بیا د غوړېدو په حال کې دي.»
ولسمشر دا څرګندونې د تورکیې په ملي ولسي جرګه کې د خپل ګوند د پارلماني ډلې غونډې ته وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې په توګه د اړتیا په هر پړاو کې د سوریې تر څنګ درېدو ته دوام ورکوي او هڅه کوي د سوریې د خلکو د هوساینې او ارامۍ لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړي:
«هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، هر چېرته چې وتښتي، په خپلو پټنځایونو کې تثبیتېږي او یو یو له منځه وړل کېږي. د هغو کسانو لپاره چې په لاسونو کې وسلې او مخې ته یې بېلابېل لاسي پرچمونه نیولي او تورکیه ګواښي؛ د هغو کسانو لپاره چې لاسونه يي په بانیاس کې یې د ۲۴۸ بېګناه انسانانو او په ریحانلي کې یې د ۵۳ کسانو په وینه سره وي؛ او د هغو رذیلانو لپاره چې د سوریایي ماشومانو پر جنازو د اتلولۍ عکسونه باسي، د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی.»
ولسمشر زیاته کړه: «زه د سوریې له استخباراتو او د تورکیې د ملي استخباراتي سازمان (MİT) له پټو اتلانو څخه مننه کوم هغوې ته مبارکي وایم چې (تېره اونۍ) یې په بانیاس، ریحانلي او سوریه کې د ټولو وژنو د عامل تروریست په نیولو کې مرسته وکړه.»




















