د تورکیې ولسمشر د امریکا ولسمشر ته وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند غځول یو مثبت ګام دی او ټینګار یې وکړ چې ډیپلوماسي د سیمې د ثبات لپاره کلیدي لاره ده.
رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماسۍ او د امریکا-ایران د اوربند په اړه خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اوربند د غځېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې انقره باوري ده چې د دواړو خواوو ترمنځ جنجالي مسایل لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې هوارېدای شي.
د چهارشنبې په ورځ د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، اردوغان د اوربند غځول د سیمې لپاره یو مثبت بدلون وباله او ټینګار یې وکړ چې خبرې اترې د ثبات یوازنۍ عملي لاره ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: "زموږ ولسمشر وویل چې هغه زموږ په سیمه کې د جګړې په زون کې د اوربند د غځولو پرېکړې ته د یوه مثبت پرمختګ په سترګه ګوري او باور لري چې د لانجمنو مسایلو لپاره یو معقول حل ممکن دی."
د دواړو هېوادونو مشرانو د تورکیې او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې وکړې.
په ناټو کې د انقرې رول
اردوغان ټرمپ ته وویل چې په انقره کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې لپاره چمتووالی دوام لري او تورکیه خپله پوره هڅه کوي چې دا غونډه بریالۍ شي. هغه په سیمه کې د تاوتریخوالي په داسې وخت کې په دغه اتحاد کې د انقرې پر مهم رول ټینګار وکړ.
د تورکیې ولسمشر د سوریې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هلته تلپاتې ثبات به د ټولې سیمې لپاره لویه بریا وي. هغه یو ځل بیا تایید کړه چې د سوریې د ثبات په هڅو کې به د تورکیې ملاتړ بې له ځنډه دوام ومومي.
له منځني ختیځ ورهاخوا، اردوغان ټرمپ ته په سوډان کې د تورکیې د ډیپلوماټیکو او بشري هڅو په اړه معلومات ورکړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، اردوغان وویل چې انقره په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي او له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
اردوغان همدا راز ټرمپ ته په کلیفورنیا ایالت کې پر یوه جومات د وروستي برید له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترکیه د هر مذهبي ګروپ پر وړاندې د کرکې پر بنسټ د جرمونو مخالفت کوي.
ټرمپ وروسته په مریلینډ ایالت کې خبریالانو ته وویل چې دا تلیفوني اړیکه "خورا ښه" وه او له اردوغان سره یې خپلې شخصي اړیکې وستایلې.
هغه واشنګټن ته نږدې په 'Joint Base Andrews' کې وویل: "آیا دا ښه نه ده چې زه له ځینو ډېرو سختو خلکو سره اړیکې لرم؟ هغه یو سخت سړی دی، او زه له هغه سره داسې اړیکه لرم چې بل هیڅوک یې نلري. هغه په حقیقت کې ښه کار کړی دی."
ټرمپ زیاته کړه: "هغه یو رښتینی متحد پاتې شوی. ځینې خلک به په دې شک ولري، خو زما په اند هغه یو لوی متحد دی او خلک یې ورته درناوی کوي. د هغه ولس د هغه ډېر احترام کوي."
دا تلیفوني اړیکه په داسې حال کې کیږي چې په سیمه کې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوي او ترکیه په څو شخړو کې، په شمول د ایران په اړه د کړکېچ کمولو او په سوریه، غزه او سوډان کې د روانو بحرانونو په هوارولو کې د منځګړي رول لوبوي.























