منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو نوی برید کولی شي جګړه له سیمې بهر پراخه کړي
د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو هر ډول نوی برید کولی شي یوه داسې پراخه جګړه پیل کړي چې له سیمې بهر هم وغځیږي.
ایران خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو نوی برید کولی شي جګړه له سیمې بهر پراخه کړي
ایران خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو نوی برید کولی شي جګړه له سیمې بهر پراخه کړي

 د ایران سپاه پاسداران  وايي، تهران لا تر اوسه د خپلو دښمنانو په وړاندې له خپلو ټولو وړتیاوو څخه کار نه دی اخیستی.

د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا او اسرائیلو هر ډول نوی برید کولی شي یوه داسې پراخه جګړه پیل کړي چې له سیمې بهر هم وغځیږي.

د تسنیم خبري اژانس لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، سپاه پاسداران ویلي چې امریکا او اسرائیل د هغو پرله پسې «ستراتیژیکو ماتو» څخه په درس اخیستلو کې پاتې راغلي چې د ایران په وړاندې ورسره مخ شوي وو.

دې ځواک ادعا کړې چې د «نړۍ د دوو تر ټولو ګرانو پوځونو د ټولو وړتیاوو» په کارولو سره د بریدونو سره سره، ایران لا تر اوسه د خپلو دښمنانو په وړاندې خپلې ټولې وړتیاوې نه دي کارولې.

په اعلامیه کې ویل شوي: «که پر ایران تېری تکرار شي، هغه سیمه ییزه جګړه چې ژمنه یې شوې وه، دا ځل به له سیمې بهر هم خپره شي.»

سپاه پاسداران همدارنګه په داسې ځایونو کې د «ځپونکو ګوزارونو» خبرداری ورکړ چې «تاسو یې تصور هم نه شئ کولی.» په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ د جګړې سړي یو، او تاسو به زموږ ځواک د جګړې په ډګر کې وګورئ، نه په خالي بیانونو او مجازي پاڼو کې.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د خلیج د هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې پر ایران برید ځنډولی دی. بلخوا، پاکستان ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د ځنډېدلې ډیپلوماسۍ د بیا ژوندي کولو لپاره کار کوي؛ دا هڅې د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب د شوي اوربند له هوکړې وروسته پیل شوې دي.

امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل، چې ورسره سم تهران په سیمه کې پر اسرائیلو او امریکايي ګټو ځوابي بریدونه وکړل او همدارنګه یې د هرمز تنګی وتاړه.

 

وپلټۍ
ایران په رسمي ډول د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوې نوې ادارې جوړېدو اعلان وکړ
د یمن حوثیانو په مأرب کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله
اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي
په سوریه کې د اسد د دورې د لوی درستیز مرستیال او د هوايي ځواک قومندان ونیول شول.
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي
راپور: سعودي عربستان پر خپلې خاورې له بریدونو وروسته پر ایران پټ بریدونه کړي دي
ایران له امریکا سره د سولې خبرو د دویم پړاو لپاره لږ تر لږه " پنځه تضمینونه" غوښتي دي.
اسرائیلي ځواکونو پر رام ‌الله برید کړی او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د الجزیرې دفتر بېرته تړلی
د امریکا استازي ویلي چې اسرائیل په متحده عربي اماراتو کې د اوسپنې ګنبد دفاعي سیستم ځای پر ځای کړی دی
اسرائیلي ځواکونو په العیزریه کې د غیرقانوني میشت ځایونو د پراختیا لپاره ۴۰ فلسطیني دوکانونه ونړول