نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پوتین: د روسیې او چین دوستي 'د هیڅ چا پر ضد نه ده'
د روسیې د دولتي خبري اژانس (TASS) د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین بیجینګ ته له خپل سفر وړاندې ویلي چې د مسکو او بیجینګ اړیکې "بې ساري کچې" ته رسېدلې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو دوستي "د هیڅ چا پر ضد نه ده."
پوتین: د روسیې او چین دوستي 'د هیڅ چا پر ضد نه ده'
پوتین: د روسیې او چین دوستي 'د هیڅ چا پر ضد نه ده'

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، مسکو او بیجینګ د یو بل د حاکمیت او دولتي یووالي ملاتړ کوي؛ نوموړي چین ته له خپل سفر وړاندې وویل چې دوه اړخیزې اړیکې "بې ساري کچې" ته رسېدلې دي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس (TASS) د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین بیجینګ ته له خپل سفر وړاندې ویلي چې د مسکو او بیجینګ اړیکې "بې ساري کچې" ته رسېدلې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو دوستي "د هیڅ چا پر ضد نه ده."

پوتین بیجینګ ته له روانېدو وړاندې په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې روسیه او چین په سیاست، اقتصاد، دفاع او بشري تبادلو کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دي.

پوتین وویل: "زموږ دوستي د هیڅ چا پر ضد نه ده،" او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر "متقابل تفاهم او باور" او د یو بل د بنسټیزو ګټو، په ځانګړې توګه د ملي حاکمیت او دولتي یووالي پر ملاتړ ولاړې دي.

پوتین وویل چې هغه د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بیجینګ ته سفر کوي، چې هغه یې خپل "پخوانی ښه ملګری" وباله. هغه زیاته کړه چې د لوړې کچې منظمې اړیکې د دوه اړخیزو اړیکو د ژورولو لپاره حیاتي دي.

نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو ۲۵ کاله وړاندې د "ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ" د تړون له لاسلیک راهیسې یو "واقعي ستراتیژیکې اړیکې او هراړخیز شراکت" رامنځته کړی دی. پوتین زیاته کړه چې د دغو اړیکو ځانګړتیا په درناوي، متقابل تفاهم او د دواړو هېوادونو د مهمو ګټو په ملاتړ کې نغښتې ده.

پوتین دغه راز د اقتصادي همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۲۰۰ ملیارد ډالرو اوښتې ده او اوسمهال دا راکړه ورکړه "تقریباً په بشپړ ډول په روبلو او یوانو" ترسره کېږي.

هغه د ویزې د معافیت له رژیم څخه هم هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به سیاحت، سوداګریز سفرونه او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي. پوتین زیاته کړه چې مسکو د چین تاریخ او کلتور ته په درنه سترګه ګوري او د کلتوري اړیکو لا ژورولو هڅه کوي.

 

وپلټۍ
چین د ټرمپ د سفر پر مهال امریکا ته د تایوان او ایران په اړه خپل پیغامونه رسولي دي
د کولمبیا د ولسمشریز نوماند ډی لا ایسپریلا د کمپاین دوه غړي ووژل شول
د روسیې پر پلازمینه مسکو د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ټرمپ لخوا چین ته د سفر نه وروسته پوتین چین ته سفر کوي.
ټرمپ د امریکا-نایجیریا په عملیاتو کې په افریقا کې د داعش لوړپوړی مشر د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
په سوریه کې د اسد د دورې د لوی درستیز مرستیال او د هوايي ځواک قومندان ونیول شول.
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه