تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان فون ډیر لاین ته: سیمه ییز کړکېچ د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو اهمیت ښکاره کړی
د تورکیې ولسمشر د اروپایي کمیسیون مشرې ته وویل چې سیمه ییز کړکېچونه د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو ستراتیژیک اهمیت یو ځل بیا په ګوته کوي.
ولسمشر اردوغان فون ډیر لاین ته: سیمه ییز کړکېچ د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو اهمیت ښکاره کړی
ولسمشر اردوغان فون ډیر لاین ته: سیمه ییز کړکېچ د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو اهمیت ښکاره کړی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسولا فون ډیر لاین سره په ټیلیفوني خبرو کې د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر د اروپایي کمیسیون مشرې ته وویل چې سیمه ییز کړکېچونه د تورکیې او اروپایي ټولنې د اړیکو ستراتیژیک اهمیت یو ځل بیا په ګوته کوي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په خپله ټولنیزه پاڼه (NSosyal) کې وویل چې د سې شنبې په ورځ په دې ټیلیفوني اړیکه کې د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو ترڅنګ د تورکیې او اروپایي ټولنې پر اړیکو هم خبرې وشوې.

په دې خبرو کې اردوغان وویل چې تورکیه په سیمه کې په روانو شخړو کې د اوربند ساتلو او د سولې د تامین لپاره کار کوي؛ هغه زیاته کړه چې د هرمز تنګی هم باید هر څومره ژر چې امکان لري بېرته پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه چې اسرائیل په سیمه کې د شخړو دوام غواړي او نړیوالو قوانینو ته سرغړونې ته دوام ورکوي، چې په کې هغه کړنې هم شاملې دي چې د "سمندري داړه مارۍ"  په توګه یادې شوي. نوموړي پر اسرائیل د نړیوال فشار پر زیاتولو ټینګار وکړ.

د تورکیې ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د اروپا د امنیتي ستراتیژۍ په نوښتونو کې د تورکیې شاملول به ګټور وي. هغه وویل چې د تورکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د ګمرکي اتحادیې تړون باید تازه (اپډېټ) شي او په ټولو برخو کې باید همکاري پراخه شي ترڅو اقتصادي ادغام پیاوړی او ګډې ګټې خوندي شي.

وپلټۍ
د جرمونو نړۍواله محکمه د اسرائیل د ملي امنیت وزیر بن ګویر د نیولو د حکم د صادرولو په اړه غور کوي
پوتین: د روسیې او چین دوستي 'د هیڅ چا پر ضد نه ده'
ټرمپ : د خلیج هیوادونو د مشرانو په غوښتنه مې پر ایران پلان شوی پوځي برید وځنډو
نن د مې ۱۹ مه نیټه ده چې په تورکیه کې د اتاترک د یادښت ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
جرمني د ناټو د هوايي حریم د دفاع پیاوړتیا لپاره تورکیې ته د 'پیټریوټ' ماموریت لېږي
د امریکا د سان ډیاګو په یوه اسلامي مرکز کې په ډزو کې د دوو مشکوکو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد واکسین ډلې دوه ساتونکي پولیس وژلي دي
ایران په رسمي ډول د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوې نوې ادارې جوړېدو اعلان وکړ
تورکیه د کریمیا د تاتارانو او سرکاسیانو د تبعید یادونه کوي او د دوامداره ملاتړ ژمنه کوي
د یمن حوثیانو په مأرب کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله
اسرائیلو په عراق کې د ایران پر ضد د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوه پټې پوځي اډې جوړې کړې دي
د «هانټا ویروس» ځپلې کروز بېړۍ هالنډ ته د رسېدو په حال کې ده
اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیتي سیاستونو استازې، امریکا، روسیه او چین غواړي اروپا کمزوري کړي
کیم جونګ اون د هیواد د سویلي پولې د لا مضبوطولو او په یوې مستحکمې کلا د بدلولو امر وکړ .
د پاکستان په سویلي وزیرستان کې چاودنې ۳ تنه مړه  او ۴ تنه نور ټپیان کړل