لیدلوری
نوښتګري
3 د لوستلو دقیقې
د جکوزي تصادفي اختراع
یو زیات شمیر داسې توکي شتون لري چې په تصادفي توګه اختراع شوي او زمونږ په ژوند کې ډیره زیاته اسانتیا رامنځته کړې ده.
د جکوزي تصادفي اختراع
/ TRT Global

زموږ  په  ژوند  کې  داسې خوراکي توکي، څښاک یا وسایل شته چې کله یو ځل په یو نوم مشهور شي وروسته بیا  ورته  ورته ټول برندونه هم همدغه نوم پیدا کوي. کله کله  بیا دا محصول د تولیدوونکي په نوم مشهوریږي. جکوزي  هم یو له هغه محصولاتو دی چې  د مخترع د کورنۍ په نوم مشهور شوی دی.  

دې محصول د لومړي تولیدونکي د کورنۍ د نوم د اخیستو سربیره نن ورځ چې د نړۍ په هر ګوډ کې تولیدیږي په همدې نوم پیژندل کیږي او په همدې نوم بازار ته عرضه کیږي.

زمونږ دا محصول جکوزي  دی.

جکوزي وروڼه، د یوې ایتالیوي کورنۍ غړي دي  چي په ۱۹۰۰  مو کلونو کي امریکا ته راکډه شوي دي. دوی یوه کوچنۍ شرکت جوړ کو چي ډیر کلونه يي زراعتي اوبو لګولو لپاره پمپونه جوړول. خو دا کورنۍ د نړۍ په کچه د کاندیدو جکوزي لخوا د هغه محصول سره چې  خپل ناروغ زوی لپاره  يي جوړ کړی وو شهرت پیدا کړ. کاندیدو جکوزي د خپل ناروغ زوی لپاره د ځان پرمنځولو لپاره یوه داسي وسیله جوړه کړه چي وروسته بیا د ده  هغه وروڼو پرمختللي کړه.

د کاندیدو جکوزي  زوی یو ډول روماتیزم ناروغي درلوده. د ماشوم وزن په ډیرې چټکۍ سره ډیریده  او ډاکتر ورته وویل چي باید مور  او پلار یي باید دا ماشوم ژر ژر په اوبو کې ولمبوي. هره ورځ د یوې مودې لپاره باید د اوبو په منځ کې پاتې شي.  کاندیدو جکوزي  خپل ۱۵ میاشتني زوی لپاره د حمام کناره کي  یوه وسیله جوړه کړه چې د برقي پمپ سره اوبه په هغه وشیندي او هغه ته ماساژ هم ورکړي. دی نه پوهیدی چي دا  وسیله به د ده کورنۍ د نړۍ په کچه مشهور کړي.

د ویلو ده چې ددې نوې او حیرانوونکې اختراع تجاري پلو ته بیا د کاندیدو جکوزي وراره رای جکوزي پام شو.

رای جکوزي چې چي د کورنۍ شرکت مختلفو برخو کي کار کاو، ده پریکه وکړه چي دا اختراع پرمخ بوزي. هغه د انجینیرۍ سره ډیره زیاته مینه او علاقه درلوده . د ویلو ده چې لومړنی جکوزي په ۱۹۶۸ میلادي کال کي "روم حمام" په نوم نندارې ته وړاندې شو او خلکو ته معرفي شو. دا لومړی جکوزي لومړی  د خلکو  پام جلب کړ  وروسته بیا لوی لیوالتیا سره مخ شو.

د ویلو ده چې ددې جکوزي نه په اوایلو کې د فیزیوتراپۍ په مرکزونو د ناروغانو د تداوۍ لپاره وکارول شو. همداشان لنډه موده وروسته بیا جکوزي د شتمنو امریکایانو د کورونو حمامونو ته لار پیدا کړه . د ویلو ده چې د تجاري اعلانانو په برکت جکوزي په لنډه موده کې د نړۍ په کچه شهرت پیدا کړ او په ټوله نړۍ کې په استفادې پيل وشو. په اعلاناتو کې د جکوزي نه د حمام نه پرته د راحتۍ، مساژ، تفریح او حتا د ژوند د خوښې لپاره یو اړین توکي په توګه یادونه وکړه او د ټولې نړۍ پام يي ځانته راواړو.په ۱۹۷۰ کلونو کې جکوزي د هر حمام په یو نه بیلیدونکې پارچې بدل شو

جکوزي چې د یو پلار لخوا د خپل کوچني ماشوم د دردونو د  کمولو لپاره اختراع شوی دی ، نن سبا بیلا بیلا اندازو سره  تولیدیږي. جکوزي په اصل کې د انسان د اناتومۍ په مطابق جوړ شوی دی . جکوزي عضلات آرامه کوي، وینه ته جریان ورکوي، او د  بدن توکسینونه وباسي. پایله کي، جکوزي زموږ ژوند آسانه کوي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې