تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بلغاریا لومړي وزیر رومان رادېف په یوه ټیلیفوني خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د تور سمندرګي د امنیت او د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ په دغه ټیلیفوني اړیکه کې له (بلغاریا) سره د اړیکو پیاوړتیا او په ځانګړې توګه په سوداګریز سکتور کې د همکارۍ د پراختیا لپاره د انقرې پر ټینګه ارادې ټینګار وکړ.

د تورکیې ولسمشر د روسیې او اوکراین دواړو لوریو سره په دوامداره تماسونو کې د تور سمندرګي د کښتیو د خوندي تګ راتګ  د تضمین لپاره د انقرې هڅې هم یادې کړې.

اردوغان همدارنګه د بلغاریا په ځانګړې اقتصادي زون کې د ډرون برید له امله خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

نوموړي د بلغاریا لومړی وزیر د نوامبر په ۱۱-۱۲ نېټه په انټالیا کې د «COP31» د مشرانو سرمشریزې ته هم وبلۀ. تورکیه به د روان کال د نوامبر له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې په انټالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د COP31 غونډې کوربه توب وکړي، چې په کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لوړ پوړي چارواکي او د اقلیم متخصصین ګډون وکړي.

 

وپلټۍ
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده