ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له جنوبي کارولینا څخه د یوې غونډې د پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: «نه، زه فکر کوم چې موږ خبرې نه کوو. موږ به په یوه یا بله بڼه ډېر ژر یو څه ولرو چې پېښ شي.»
هغه زیاته کړه: «ډېری خلک پر دې باور دي چې دا به د ټاکنو وروسته وي، او موږ به وګورو چې څه کېږي.»
ټرمپ مخکې په همدې غونډه کې ادعا وکړه چې امریکا کولی شي همدا اوس د ایران پر وړاندې خپله جګړه پای ته ورسوي، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې پایله یې دوامداره وي. هغه وویل: «دا به ډېر ژر پای ته ورسېږي. موږ کولی شو همدا اوس ووځو، خو غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې دا د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.»
هغه ادعا وکړه چې امریکا ایران په پوځي او مالي توګه مات کړی دی، او ټینګار یې وکړ چې تهران به «هیڅکله اټومي وسله ونه لري.»
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې «نیویارک ټایمز» د امریکایي چارواکو او باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییلو پوځونو د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د نویو بریدونو پلانونه چمتو کړي دي.
سره له دې، په راپور کې یادونه شوې چې لا هم په کلکه معلومه نه ده چې آیا ولسمشر ټرمپ به د دغو بریدونو امر وکړي که نه، ځکه چې هغه سږکال په وار وار د لویو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو مخه نیولې ده. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د «نیویارک ټایمز» د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا ډول پوځي پلانونه شته که نه، د تبصرې کولو ډډه وکړه.
د یادولو وړ ده چې امریکا او اسرائیلو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د جګړې پیل وکړ، چې له امله یې ایران په سیمه کې د توغندیو او ډرون بریدونو په ترڅ کې ځوابي غبرګون وښود او د انرژۍ د لېږد مهمه لاره—د هرمز تنګی—یې په عملي توګه وتړلو. د جون په میاشت کې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم یادښت وروسته له هغه په ټپه ودرېد چې په تنګي کې د تګ راتګ او نورو مسایلو پر سر اختلافاتو دوام وکړ.




















