نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ د نویو بریدونو خبرداری ورکوي؛ ایران  بیا  ګواښ کوي چې په سیمه کې د امریکا اړوند اهداف به یو یو په نښه کړي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د نویو پوځي بریدونو احتمالي شتون ته اشاره کړې ده. تهران په خپل وار خبرداری ورکړی چې که واشنګټن او تل ابیب بريد وکړي، هغوی به په خلیج کې له امريکا سره تړلې د انرژۍ او ټیکنالوژۍ ټولې زیربناوې په نښه کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي وویل که چمتو شوې شخړه بیا پیل شي، د ډېټا سنټرونه (معلوماتي مرکزونه)، د مصنوعي ځیرکتیا تاسیسات او نورې ستراتیژیکې موخې به په نښه شي.

رضايي ادعا وکړه چې په ټوله سیمه کې له متحده ایالاتو سره مرتبطې د ټیکنالوژۍ زېربناوې  چې ارزښت یې له دوه ټریلیون ډالرو ډېر دی  له پورته خطرونو سره مخ کېدای شي. هغه زیاته کړه چې ایران د منځګړو له لارې اووه واړه شرطونه وړاندې کړي دي او ترڅو چې دا شرایط په بشپړ ډول ونه منل شي، نه به د هرمز تنګی بېرته پرانیزي او نه به هم خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

اوکراین له روسیې سره د تبادلې په ترڅ کې د ۲۵۲ وژل شویو سرتېرو جسدونه ترلاسه کړل

د اوکراین چارواکو اعلان کړی چې د روسیې له لوري په جګړه کې د وژل شویو کسانو د جسدونو د متقابلې تبادلې په بهیر کې یې د ۲۵۲ کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي.

په کیېف کې د جنګي بندیانو د تعقیب او درملنې همغږي کوونکي مرکز د پنجشنبې پر ورځ د دغو جسدونو د بېرته تسلیمولو خبر ورکړ.

د روسیې د پارلمان یو تن وکیل شمسیل سارالییف (Shamsail Saraliev) د RBC خبري اژانس ته وویل چې مسکو هم د خپلو ۲۵ وژل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي. اوکرایني چارواکو ویلي چې د هويت د تثبیت مسلکي بهیرونه به د پولیسو او عدلي طب د کارپوهانو لخوا ترسره شي.

په وینزویلا کې زرګونو کسانو لاریون وکړ او د ډیموکراتیکو ټاکنو غوښتنه یې وکړه

په زرګونو وینزویلایانو په نږدې دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د مخالفو ډلو پر محوري غوښتنه پراخ لاریون وکړ او د ژرو شفافو ټاکنو او سیاسي بدلون غوښتنه یې وکړه.

دا مظاهرې چې د «وینټي وینزویلا» حرکت لخوا تنظیم شوې وې، په پلازمېنه کاراکاس او څو نورو لویو ښارونو کې ترسره شوې. د لاریونونو پر مهال د دولتي امنیتي ځواکونو تحرک کم تر سترګو کېده.

لاریون کوونکو ملي بیرغونه لېږدول او د بدلون په پار یې شعارونه ورکول.

د چین په تبت سیمه کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي

د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د چین په لرې پرتې تبت سیمه کې د ۷.۰ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

په دغه ناڅاپي زلزله کې له ۳۰۰ ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي، او دمګړۍ د ژغورنې او اضطراري مرستو عملیات روان دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې وویل چې د زلزلې مرکز د «ناګچو» ختیځ-شمال ختیځ ۱۹۰ کیلومترۍ کې په غرنۍ سیمه کې د ۱۰ کیلومتره ژوروالي په نقطه کې و.

تورکیه او کاناډا غواړي د خپلې دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي

تورکیه او کاناډا هڅه کوي چې د خپلو دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي او د آزادې سوداګرۍ د تړون په موخه رسمي خبرې اترې پیل کړي. دا پرېکړه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړه.

اردوغان په انقره کې د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره تر لیدنې وروسته وویل، دواړه هېوادونه هیله لري چې په لومړي پړاو کې د شته سوداګرۍ کچه له ۳ میلیارد ډالرو څخه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

اردوغان روښانه کړه چې د انرژۍ، ټرانسپورټ او دفاعي برخي سربېره، د آزادې سوداګرۍ د تړون د چټکتیا بحثونه به د کال له پای ته رسېدو مخکې پیل شي. هغه دا نوي ډیپلوماټیک ګامونه د انقرې او اوټاوا په اړیکو کې یو «نوی فصل» وباله.

 

وپلټۍ
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ