نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې نوموړی د هرمز تنګي له لارې د تېلو او نورو سوداګریزو کښتیو د سمندري بدرګې لپاره د امریکا د هڅو پر بیا پیلولو غور کوي.
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره اوربند په یو ډیر نازک حالت کې قرار لري. هغه زیاته کړه چې په جګړه کې د "بشپړې بریا" په لټه کې دی او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د سمندري بدرګې پر بیا پیلولو غور کوي.

د امریکا پر اقتصاد د جګړې د اغېزو له امله د کورنیو فشارونو په منځ کې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د واشنګټن د غوښتنو په وړاندې د اونۍ په پای کې د ایران غبرګون دغه کمزوری اوربند اوس "بې حده ضعیف" کړی دی. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه به ووایم چې دا اوس یو له خورا کمزورو حالتونو څخه دی؛ دا اوربند یو نازک حالت  پورې تړلی دی."

هغه په یو تمثیلي ډول خبریالانو ته وویل: "زه به ووایم چې اوربند په سخت نازک حالت کې دی، داسې لکه یو ډاکټر چې راننوځي او وايي: 'ښاغلیه، ستاسو د عزیز د ژوندي پاتې کېدو چانس یوازې یو سلنه دی'."

بل لور ته، ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې هغه د هرمز له لارې د تېلو او سوداګریزو کښتیو د بدرګې لپاره د امریکا د هڅو پر نوي کولو غور کوي، خو لا یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. دغه نوښت چې د امریکا لخوا ورته د "آزادۍ عملیات"  نوم ورکړل شوی و، لومړی د مۍ په ۶مه پیل شو خو له دوو ورځو لږ وخت کې بېرته لغوه شو.

امریکا  ایران ته د شخړې د کمولو لپاره یو لړ شرایط لېږلي وو، چې ډېری یې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د پراختیا د مخنیوي په اړه وو. د اونۍ په پای کې ایران خپل ځوابي وړاندیزونه ولېږل، چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته هغه "کثافات" (بې ګټې) وبلل.

ټرمپ وویل چې دا بندون د دې مانا نه لري چې متحده ایالات به شاتګ وکړي. هغه وویل: "موږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو. ایران فکر کوي چې زه به له دې حالته ستړی شم، یا به زړه توری شم، او یا به تر فشار لاندې راشم. خو دلته هیڅ فشار نشته."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا لا هم له ایران سره خبرو ته چمتو دی، ټرمپ وویل چې هلته رهبري په "مصلحت غوښتونکو" او "لیونیانو" وېشل شوې ده. هغه زیاته کړه: "لیونیان غواړي تر پایه وجنګېږي. خو پوهېږئ، دا به یوه ډېره چټکه او لنډه جګړه وي."

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان پولې ته نږدې یې یو ارشد بریدمل وژل شوی دی
ایران د سولې ځواب ته د ټرمپ غبرګون "بې مانا" وباله
تورکیې په پاکستان کې د پولیسو پر یو مرکز وژونکی برید په کلکه وغانده
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله
ترکیه او بلجیم په دفاعي او د انرژۍ په سکتورونو کې د همکارۍ نوي افقونه لټوي
ایران د پاکستاني منځګړو له لارې د امریکا د 'جګړې پای ته رسولو' وړاندیز ته ځواب وسپاره
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول.
پوتین وايي فکر کوي چې په اوکراین کې جګړه 'پای ته رسېږي'
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید کې په نتیجه کې لږ تر لږه  ۱۵ کسان وژل شوي
ولسمشر اردوغان: له تورکیې پرته اروپا 'نیمګړې او د بحرانونو په مدیریت کې کمزورې ده'
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د امریکا د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي ویلي،ایران د امریکا او اسرائیل له جګړې مخکې اټومي وسلې نه جوړولې
د امریکا کانګرس ۳۰ غړو له روبیو څخه د اسرائیل د اټومي وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي