منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې او پر هغو سرتېرو یې برید کړی چې د هغې موندلو ته نږدې شوي وو
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې / Reuters

وال سټریټ ژورنال وايي، اسرائیلو د امریکا په خبرتیا د عراق په دښتي سیمه کې یوه پټه پوځي اډه جوړه کړې او پر هغو عراقي سرتېرو یې هوايي بریدونه کړي چې د دې ځای موندلو ته نږدې شوي وو.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې اسرائیلو د ایران پر وړاندې د هوايي بریدونو د ملاتړ لپاره د عراق په دښتي سیمه کې یوه پټه پوځي اډه جوړه کړې ده.

اسرائیلي ځواکونو د جګړې په لومړیو کې پر هغو عراقي سرتېرو هوايي بریدونه کړي چې د دې ځای موندلو ته نږدې شوي وو.

د ورځپاڼې په وینا، دا پوسته له جګړې لږ مخکې د امریکا په خبرتیا، خو د عراق د حکومت له خبرتیا او اجازې پرته جوړه شوې وه.

دا اډه د مارچ په لومړیو کې وروسته له هغه تقریباً افشا شوه، چې عراقي دولتي رسنیو راپور ورکړ چې یوه شپون مشکوک پوځي فعالیتونه لیدلي، چې له امله یې عراقي سرتېري پلټنو ته وهڅول شول.

اسرائیلو د دې لپاره چې عراقي ځواکونه دې ځای ته له رسېدو منع کړي، په هوايي بریدونو ځواب ورکړ، هغه برید چې د یوه عراقي سرتېري له وژل کېدو وروسته د عراق حکومت وغانده.

د عراق د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ مرستیال، قیس المحمداوي، دولتي رسنیو ته وویل: "دا بې پروا عملیات له همغږۍ او اجازې پرته ترسره شوي دي."

اسرائیلي ځواکونو دا پوسته د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د لوژستیکي مرکز په توګه کارولې، په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې د لټون او ژغورنې ټیمونه هم هلته ځای پر ځای شوي وو.

د اسرائیلو پوځ د دې راپور په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې سیمه ییز کړکېچونه په چټکۍ سره زیات شوي، چې د ایران ځوابي غبرګون او د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شوي دي.

د اپرېل په اتمه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، که څه هم وروسته ډونالډ ټرمپ د کومې ټاکلې نېټې له مشخص کولو پرته د دې اوربند د غځولو اعلان وکړ.

 

وپلټۍ
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله
د روسیې یو اړخیز اوربند پیل شو؛ اوکراین پر هېوادونو غږ وکړ چې د مسکو د"بریا ورځې" رسم ګذشت تحریم کړي
ارجنټاین پر نړیوال روغتیايي سازمان د 'هنټا وایرس' د خپرېدو په قضیه کې د 'سیاسي چلند' تور پورې کړ
امريکا د هرمز تنګي ازادۍ پروژه د عملیاتو  پر بیا پیلولو غور کوي؛ عربستان او کویټ پوځي ملاتړ ژمنه کړې
د امریکا لخوا د ایران پر ټانکر کښتۍ د برید نه وروسته ایراني ځواکونو پر امریکايي ځواکونو برید وکړ
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
پاکستان د هند سره د شخړې د کلیزې په ورځ د هر ډول برید په وړاندې د سخت غبرګون خبرداری ورکړ
نيوزيلنډ د خپلو زړو جنګي بېړيو د بدلولو په اړه له اسټراليا او بریتانيا سره خبرې کوي
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل'
متحده عربي اماراتو او قطر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره تړونونه لاسلیک کړل
تورکیې او سعودي عربستان په انقره کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو خبرې وکړې.
د اسرائیلو لخوا پر غزې په هوايي برید کې د حماس د ډلې د مشر خلیل الحیه زوی سخت ټپي شوی دی
اشغالګرو اسرائیلي پوځیانو دا ځل د بي بي مریم مجسمې ته سپکاوی وکړ
په لوېدیځ بنګال کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) یو مهم غړی او همکار د وسله والو له خوا ووژل شو
راپور :  واشنګټن باور لري له ایران سره یوې هوکړې ته نږدې دی