امریکایي خبري شبکې سي این این د دوو نږدې سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا پوځ په ایران کې د بډایه شویو یورانیمو د نیولو (ضبطولو) لپاره د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی نیولی و، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه عملیات ودرول.
د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د درستیزوالانو د ګډې کمیټې مشر جنرال ډان کین (Dan Caine) په فلوریډا کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرکزي دفتر ته تللی و، ترڅو هلته د ایران د بډایه شویو یورانیمو د ضبطولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو پلانونه وڅیړي.
سرچینو ویلي چې دا ناسته خورا بېړنۍ وه او جنرال کین له همدې امله د مې په ۱۹مه په بروکسل کې د ناټو له غونډې په چټکۍ هیواد ته راستون شو. په دومره لوړه کچه د داسې ناستو ترسره کیدل ښيي چې امریکا ځمکنیو عملیاتو ته څومره نږدې شوې وه.
د ټرمپ پریکړه او اندیښنې:
سرچینې زیاتوي چې جنرال کین وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د یاد ځمکني برید د پلان په اړه معلومات ورکړل. خو وروسته له هغه چې ټرمپ ته خبرداری ورکړل شو چې دا کار به د ایران د سخت غبرګون (غچ اخیستنې) لامل شي، جګړه به اوږده کړي او د نړۍ اقتصاد به له سختې ګډوډۍ سره مخ کړي، هغه د عملیاتو د درولو پریکړه وکړه.
همدارنګه ویل شوي چې ټرمپ د ډیرو امریکایي سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه هم خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.
بل لور ته، سي این این په یو بل ځانګړي راپور کې ویلي چې ایران د امریکا له خوا د یورانیمو د ضبطولو له ویرې، خپلې د یورانیمو زېرمې مهر او لاک کړي او د زېرمو په دروازو کې یې ماینونه ایښي دي.
د سي این این سرچینو دا هم ویلي چې ایراني چارواکو په قصدي ډول هغه تونلونه هم په چاودنو الوزولي چې دغو زېرمو ته غځیدلي وو.





















