ډونالډ ټرمپ پر ایران پلان شوي بریدونه لغوه کړل او ویې ویل چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو هوکړه ښايي همدا اونۍ لاسلیک شي. خو تهران وايي چې تر اوسه هیڅ هم نهایي شوي نه دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې "لویې هوکړې" اعلان وکړ او ویې ویل چې تمه لري دا هوکړه به په اروپا کې په روانه اونۍ کې لاسلیک شي.
ټرمپ، چې د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خپلې ۸۰مې کلیزې په مناسبت د یوې "کېج فایټ" (cage fight) سیالۍ کوربه توب کوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د واشنګټن په استازیتوب به د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس په مراسمو کې ګډون وکړي.
د امریکا د ولسمشر دا ادعا یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې هغه پر ایران د نویو بریدونو ژمنه کړې وه، خو وروسته یې بریدونه لغوه کړل. د ایران لخوا د دې خبر هیڅ تایید نه دی شوی او ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د شوي توافق په اړه ډیر جزئیات نه دي ورکړي.
ټرمپ په بیضوي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې له ایران سره د جګړې په اړه یو لوی تفاهم ته ورسېدو. د اسنادو تر نهایي کېدو وروسته، چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي، احتمالا به یې د لاسلیک مراسم په اروپا کې وي."
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې تهران تر اوسه له امریکا سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په مذاکراتو کې به پر خپلو "سرو کرښو" معامله ونه کړي. بقایي وویل چې د هوکړې د وخت او ځای په اړه راپورونه یوازې اټکلونه دي. هغه زیاته کړه چې د متن لویه برخه نهایي شوې، خو امریکا په مکرر ډول په خبرو کې خپل دریځ بدل کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس یادونه وکړه چې ټرمپ په تیرو دوو میاشتو کې ۳۸ ځله اعلان کړی و چې هوکړه نږدې ده. دغه اژانس خبرداری ورکړ: "تر هغه چې ایران د احتمالي تفاهم اعلان نه وي کړی، په دې اړه د ټرمپ هر خبر باید د هغه د پخوانیو پیغامونو په څیر وګڼل شي."
هوکړه او شرایط
ټرمپ وویل چې د هغه په باور د ایران ستر رهبر مجتبی خامنه اي په خپله دا هوکړه تایید کړې ده. هغه ادعا وکړه چې ایران ځکه هوکړې ته غاړه کېښوده چې "سخت ځپل شوی" و. د ټرمپ په وینا، ایران به د دې هوکړې له مخې هیڅکله اټومي وسلې نه جوړوي او نه به یې اخلي. هغه دا هم وویل چې د هرمز تنګی به، چې د تېلو د لېږد مهمه لاره ده، له هوکړې وروسته بېرته پرانیستل شي.
امریکا او اسرائیلو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران جګړه پیل کړې وه. په اپریل میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب یو نازک اوربند وشو، خو په وروستیو ورځو کې دواړو لورو پر یو بل ډزې کړې دي.
د نتنیاهو ادعاګانې
بلخوا، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ادعا وکړه چې ټرمپ ورسره ژمنه کړې چې په هره هوکړه کې به د ایران د غني شویو اټومي موادو لیرې کول، د غني کولو د زیربناوو له منځه وړل، د توغندیو پر تولید محدودیتونه او د ایران لخوا د نیابتي ډلو د ملاتړ بندول شامل وي. که څه هم اسرائیل په رسمي ډول د دې تفاهم لیک برخه نه دی، خو نتنیاهو د ټرمپ د دغو ژمنو ستاینه کړې ده.





















