د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې قزل ای یا (د تورکیې سرې میاشتې) غزي ته له ۲۶ زره ټنو څخه زیاته بشري مرستې رسولې دي، چېرته چې د "نتنیاهو په مشرۍ د صهیونیسټي نسل وژنې شبکې" بریدونه دوام لري.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د تورکیې سرې میاشتې، چې په 'قزل ای' مشهوره ده، د نړۍ په بېلابېلو کړکېچنو سیمو کې د خپلو بشري خدمتونو له لارې د خلکو په یادونو کې تلپاتې ځای موندلی دی.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د تورکیې د سرې میاشتې د جایزو په مراسمو کې وویل: " تورکیې سرې میاشتې قزل ای په فلسطین، بوسنیا، افغانستان، سومالیا، عراق او سوریه کې د خپلو فعالیتونو له لارې زموږ د خویندو او وروڼو په زړونو کې ځانته ځانګړې ځای جوړ کړی دی."
په غزه کې د دغه سازمان هڅو ته په اشارې سره، اردوغان وویل چې د تورکیې سرې میاشتې دغې سیمې ته له ۲۶,۰۰۰ ټنو څخه زیاته بشري مرستې رسولي دي، په داسې حال کې چې هلته د ده په وینا "د نتنیاهو په مشرۍ د صهیونیسټي نسل وژنې شبکې" بریدونه لا هم روان دي.
هغه دا هم یادونه وکړه چې د اکتوبر له اوومې راهیسې، د تورکیې سرې میاشت په غزه کې فلسطینیانو ته ۱۵ میلیونه خوراکه ګرم خواړه چمتو کړي او هره ورځ ۳۰,۰۰۰ کسانو ته ګرم خواړه وېشي.
اردوغان وویل چې تورکیه به خپلو بشري مرستو او د حساب کتاب (عدالت) غوښتنې هڅو ته دوام ورکړي: "تورکیه به په داسې حال کې چې مظلومانو ته د مرستې لاس غځوي، خپله ټوله هڅه به هم وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دغه د قتل عام شبکه د قانون او تاریخ په وړاندې ځواب ویونکې وګرځي."
هغه هغو کسانو ته خبرداری ورکړ چې د ده په وینا د نازي جرمني د مشر لاره تعقیبوي: "هغه کسان چې د هټلر پر پلونو پل ږدي، باید هېر نه کړي چې که پر دغې لارې دوام ورکړي، برخلیک به یې د تاریخ د نورو ظالمانو په څېر وي."
اردوغان په پای کې زیاته کړه: "د خپلې اوسنۍ ادارې لاندې، اسرائیل د پارونې په یوې داسې فابریکې بدل شوي چې یوازني خام مواد یې وینه او اوښکې، بې ثباتي او ګډوډي ده."



















