ایران د چهارشنبې په ورځ په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل او خپلو خلیجي ګاونډیانو ته یې خبرداری ورکړ چې دا د هغوی "مسوولیت" دی چې امریکا او اسرائیل پرې نږدي چې له خپلو خاورو د ایران پر ضد کار واخلي.
دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې امریکا د خپلې یوې هلیکوپتر د ویشتل کېدو په غبرګون کې پر ایران بریدونه وکړل، چې ورسره د اپریل میاشتې راهیسې نافذ شوی اوربند له جدي خطر سره مخ شو.
دا کړکېچ د فوټبال د نړیوال جام (World Cup) په درشل کې رامنځته کېږي، چې امریکا یې یو له کوربه هېوادونو دی او ایران هم پکې ګډون لري، چې له امله یې نړیوالو د زغم غوښتنه کړې ده. دغو پېښو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوسته چې ګواکې د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې په "وروستي پړاو" کې دي.
دا شخړه چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو پیل شوه، ټوله سیمه یې له ګډوډۍ سره مخ کړه او نړیوال مارکیټونه یې ولړزول.
په بحرین کې د اې اېف پي (AFP) خبري اژانس خبریال وویل چې په پلازمېنه منامه کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، په داسې حال کې چې د ایران سپاه پاسداران وویل چې هلته یې د امریکا پر یوې اډې برید کړی دی. دغه ځواک زیاته کړه چې په اردن کې یې هم پر امریکایي اهدافو "لیرې واټن ویشتونکي توغندي" توغولي دي.
د اردن پوځ وویل چې پنځه توغندي یې شنډ کړي چې ځاني یا مالي زیان نه لري، په داسې حال کې چې بحرین وویل "څو ایراني هوايي بریدونه" یې شنډ او له منځه وړي دي. بلخوا، د کویټ پوځ هم ویلي چې هوايي دفاعي سیسټم یې د "متخاصمو اهدافو" په وړاندې فعال شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیمې پر ټولو هېوادونو (په ځانګړې توګه د فارس خلیج په سویلي څنډو کې پر پرتو هېوادونو) غږ وکړ چې اجازه ورنکړي ترڅو امریکا او اسرائیل د هغوی له خاورې یا تاسیساتو څخه د ایران پر ضد د بریدونو پلانولو یا ترسره کولو لپاره کار واخلي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) پر اېکس (X) لیکلي چې د هرمز تنګي ته نږدې یې د ایران هوايي دفاعي، د ځمکني کنټرول سټیشنونه او د څارنې رادارونه ویشتلي دي. ټرمپ دا بریدونه د یوې اپاچي بریدګرې هلیکوپتر د ویشتل کېدو په ځواب کې "غچ اخیستونکی" ګام وباله.
د زغم غوښتنې
دې نوي تاوتریخوالي د ایران د متحدینو، روسیې او چین له لوري د کړکېچ د کمولو غوښتنې راپارولې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اندېښنې په څرګندولو سره له دواړو لورو د زغم غوښتنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د جګړې له شدت څخه لاس واخلي.
څو ساعته وړاندې، ټرمپ ویلي وو چې د جګړې پای ته رسولو خبرې به په "دوو یا دریو ورځو" کې پایلې ته ورسېږي. خو د دوشنبې په ورځ د هلیکوپتر له ویشتل کېدو وروسته، ټرمپ له ABC نیوز سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات په "کلک ډول" ځواب ورکوي.
ایران ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسولو هر ډول هوکړه باید په لبنان کې اوربند هم شامل کړي. په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله تر اوسه له ۳۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د سه شنبې په ورځ په سویلي ښار "صور" (Tyre) باندې په بریدونو کې ۱۱ کسان ووژل شول او د اسرائیلو له خبرداري وروسته اوس په زرګونو خلک له دغه ښار څخه د تېښتې په حال کې دي.





















