د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز تنګي ته څېرمه د یوې امریکایۍ چورلکې تر غورځېدو وروسته پیلوټان روغ رمټ دي.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ناوخته په نیویارک کې د NBA پایلوبې له نندارې وروسته، د جان ایف کنيډي په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وکړې.
نیویارک ټایمز لومړی راپور ورکړ چې د امریکا د پوځ یوه اپاچي بریدګره چورلکه په ناڅرګندو شرایطو کې د تنګي په شاوخوا کې غورځېدلې ده.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې ایران او اسرائیل د دوشنبې په ورځ پر یو بل بریدونه وکړل، چې ورسره د ایران په جګړه کې د یوې لړزېدونکي (غیر باثباته) اوربند د ټینګښت په اړه خبرې اترې له خطر سره مخ شوې.
په راپور کې ویل شوي، لا تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا دا اپاچي د ایران په ډزو ویشتل شوې، تخنیکي ستونزه یې پیدا کړي او که له کومې بلې ستونزې سره مخ شوې ده.
سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا مرکزي قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.























