د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره له وینزویلا سره په ډيرو برخو کې، په ځانګړې توګه سوداګرۍ، انرژۍ او کانونو کې د همکارۍ لا پراختیا ته ژمنه ده.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز په استانبول کې د خبرو اترو په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د تورکیې د اړیکو ریاست د دوشنبې په ورځ په NSosyal کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې اردوغان له روډریګز او د هغې له پلاوي سره، چې تورکیې ته یې کاري سفر کړی، لیدنه وکړه.
د بیان له مخې، اردوغان د غونډې په ترڅ کې یادونه وکړه چې تورکیه به تل د وینزویلا د دوست ولس تر څنګ ولاړه وي.
هغه دا هم وویل چې تورکیه د وینزویلا سره په ډیری برخو کې د همکارۍ د لا پراختیا لپاره ژمنه ده، په ځانګړې توګه سوداګرۍ، انرژۍ او کانونو.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو د درې ملیارد ډالرو دوه اړخیز سوداګریز حجم هدف ته د رسیدو په اړه هم بحث وکړ.
مخکې له دې، اردوغان په دولما باغچه قصر کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د روډریګز هرکلی کړی و.
د مراسمو وروسته، اردوغان او روډریګز دوه اړخیزې او د پلاوي په کچه خبرې اترې وکړې.
روډریګز د ولسمشر اردوغان په بلنه تورکیې ته سفر کړی.
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودیت یلماز، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپرسلان بایرقتار، د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح قچر، د سوداګرۍ وزیر عمر بولات، د مخابراتو رییس برهان الدین دوران، او د بهرني سیاست او امنیت په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار عاکف چاګتای کیلیچ هم په دې غونډه کې ګډون درلود.


















