د ایران نیمه دولتي خبري اژانس "فارس" وايي، په دغو بریدونو کې 'څو تنه ایراني اتباع' وژل شوي دي.
د ایران فارس خبري اژانس د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې امریکايي او اسرائیلي الوتکو د هرمز په تنګي کې د ایران د لارک ټاپو سویل ته پر ایراني کښتیو برید کړی، چې له امله یې "څو تنه ایراني اتباع" وژل شوي دي.
که څه هم یاد اژانس د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی تایید کړی، خو ځینو رسنیو ویلي چې په دغو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي. دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې اوربند لا هم روان دی او پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي.
د سه شنبې په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د جګړې د پای ته رسولو هوکړه به د وروستي کېدو لپاره "یو څو ورځې" وخت ونیسي، که څه هم لوري د هوکړې د څرنګوالي په اړه یو بل ته نږدې شوي دي. روبیو، چې په ورته وخت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم دی، نوي ډیلي ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "زما په اند د لومړنۍ مسودې د بڼې په اړه قوي همغږي او توافق شتون لري. د دا ډول مسایلو په څېر، دا به هم یو څو ورځې وخت ونیسي ترڅو حتی پر یوې کلیمې یا جملې اختلاف حل شي."
هغه زیاته کړه: "که هوکړه کېږي، موږ باید پرې کار وکړو، خو دا به یا یوه ښه هوکړه وي او یا به هیڅ نه وي."
روبیو د سوداګریز تګ راتګ پر مخ د هرمز تنګي د تړلو په اړه د ایران پر هڅو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا "غیر قانوني او د نه زغملو وړ" ده. هغه وویل: "د ایران له رژیم پرته، د نړۍ هیڅ هېواد د [کښتیو] د محصول (toll) اخیستلو د سیستم پلوی نه دی. نو دا د منلو وړ نه ده. دا باید ونه شي. تنګی باید خلاص وي، بې خنډه وي او له محصول اخیستلو پرته وي."
شالید:
پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوه، چې ورپسې ایران په خلیج کې پر اسرائیل او د امریکا پر متحدینو ځوابي بریدونه وکړل او د هرمز تنګی یې وتاړه. د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو، خو په اسلاماباد کې خبرې د یوې تلپاتې هوکړې لامل نه شوې. وروسته ټرمپ دا اوربند د نامعلوم وخت لپاره وغځاوه، خو پر هغو کښتیو یې کلابندي وساتله چې ایراني بندرونو ته ځي یا ترې راځي. تېره اونۍ هغه وویل چې پر هوکړې "تر ډېره خبرې شوې" او یوازې وروستي کېدو ته پاتې ده.





















