په کینیا او عراق کې چارواکو وار له مخه تایید کړې چې دوی له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو د جبران لپاره له نړیوال بانک څخه د چټک مالي ملاتړ غوښتنه کوي.
د روېټرز خبري اژانس لخوا د لیدل شوي یو داخلي سند له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې ۲۷ هېوادونو د داسې بحراني میکانیزمونو د فعالولو لپاره اقدام کړی چې وکولی شي د نړیوال بانک له شته پروګرامونو څخه په چټکۍ سره پیسې ترلاسه کړي.
د نړیوال بانک په دغه سند کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو، د هغو هېوادونو نومونه یا د پیسو ټولیز مقدار نه دی یاد شوی چې غوښتنه یې شوې ده. سند ښيي چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته، دریو هېوادونو نوي مالي وسایل تایید کړي، په داسې حال کې چې نور یې لا هم د پروسې په بشپړولو بوخت دي.
جګړې او د انرژۍ د نړیوالو بازارونو ګډوډۍ نړیوال اکمالاتي ځنځیرونه اغېزمن کړي او مخ پر وده هېوادونو ته یې د کرنیزې سرې (کیمیاوي کوډ) د حیاتي لېږدونې مخه نیولې ده.
په کینیا او عراق کې چارواکو تایید کړې چې دوی له نړیوال بانک څخه د بیړني مالي ملاتړ په لټه کې دي ترڅو د جګړې له پایلو سره مقابله وکړي؛ د مثال په توګه په کینیا کې د تېلو د بیو لوړېدل او په عراق کې د تېلو د عوایدو پراخه کمښت.
دا ۲۷ هېوادونه د هغو ۱۰۱ هېوادونو له جملې څخه دي چې مخکې له مخکې تنظیم شوي مالي وسایلو ته لاسرسی لري ترڅو په بحراني حالت کې ترې ګټه پورته کړي. په دې کې ۵۴ هېوادونو د "چټک غبرګون اختیار" لاسلیک کړی، چې هېوادونو ته اجازه ورکوي تر ۱۰ سلنې پورې له خپلو هغو پورونو څخه کار واخلي چې لا یې نه دي ترلاسه کړي.
د انتظار حالت
د نړیوال بانک مشر اجای بانګا تیره میاشت وویل چې د بانک د بحران د هوارۍ کڅوړه به هېوادونو ته اجازه ورکړي چې له ۲۰ تر ۲۵ ملیارده ډالرو پورې بیړني مالي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې بانک کولی شي د خپلو پروژو په بیا تنظیمولو سره دا کچه په شپږو میاشتو کې ۶۰ ملیارده او په اوږد مهال کې ۱۰۰ ملیارده ډالرو ته ورسوي.
په ورته وخت کې، د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا ویلي و چې تمه لري تر ۱۲ پورې هېوادونه به له ۲۰ څخه تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې مرستې وغواړي. خو د باخبره سرچینو په وینا، تر اوسه ډیرې لږې غوښتنې ثبت شوې دي. یوې سرچینې وویل: "هېوادونه په قطعي ډول د انتظار په حالت کې دي."
د بوسټن پوهنتون د نړیوالې پراختیا د پالیسۍ د مرکز رییس کیون ګالګر وویل، هېوادونه د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) پر ځای د نړیوال بانک فنډونو ته ترجیح ورکوي، ځکه د IMF پروګرامونه معمولاً پر "اقتصادي ریاضت" ولاړ وي چې کولی شي ټولنیزې ناخوالې او لاریونونه نور هم زیات کړي، لکه څنګه چې په کینیا کې ولیدل شول.



















