نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه بازار کې چاودنې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سیمه ییزې ادارې یوه چارواکي د تیلیفون له لارې انادولو ته ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمال لویدیځ په یوه بازار کې چاودنې لږترلږه نهه کسان ووژل او له ۲۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه بازار کې چاودنې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه بازار کې چاودنې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. / AA

د یوه چارواکي په وینا، چاودنه د خیبر پښتونخوا ایالت د لکی مروت ولسوالۍ په سرای نورنګ ښارګوټي کې رامنځته شوه.

د سیمه ییزې ادارې یوه چارواکي د تیلیفون له لارې انادولو ته ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمال لویدیځ په یوه بازار کې چاودنې لږترلږه نهه کسان ووژل او له ۲۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړل.

چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې چاودنه د سې شنبې په ورځ د لکی مروت ولسوالۍ په سرای نورنګ ښار کې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه: "اوس مهال زه په روغتون کې یم، تر اوسه ۹ مړي راوړل شوي دي. لږ تر لږه ۲۲ ټپیان هم تر درملنې لاندې دي."

چارواکي وویل چې د مړو په منځ کې دوه پولیس هم شامل دي، او زیاته یې کړه چې چارواکو تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی تایید کړی.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدوي.

د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې په وروستیو کلونو کې د بریدونو کچه لوړه شوې، چې ډېری وختونه پکې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کيږي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم وسله ‌واله ډله، چې اسلام ‌اباد وایي په ګاونډي افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، په تیرو وختونو کې د ورته بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. خو کابل بیا وایي چې دغه ډله په افغان خاوره کې شتون نه لري.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان پولې ته نږدې یې یو ارشد بریدمل وژل شوی دی
ایران د سولې ځواب ته د ټرمپ غبرګون "بې مانا" وباله
تورکیې په پاکستان کې د پولیسو پر یو مرکز وژونکی برید په کلکه وغانده
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله
ترکیه او بلجیم په دفاعي او د انرژۍ په سکتورونو کې د همکارۍ نوي افقونه لټوي
ایران د پاکستاني منځګړو له لارې د امریکا د 'جګړې پای ته رسولو' وړاندیز ته ځواب وسپاره
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول.
پوتین وايي فکر کوي چې په اوکراین کې جګړه 'پای ته رسېږي'
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید کې په نتیجه کې لږ تر لږه  ۱۵ کسان وژل شوي
ولسمشر اردوغان: له تورکیې پرته اروپا 'نیمګړې او د بحرانونو په مدیریت کې کمزورې ده'
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د امریکا د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي ویلي،ایران د امریکا او اسرائیل له جګړې مخکې اټومي وسلې نه جوړولې
د امریکا کانګرس ۳۰ غړو له روبیو څخه د اسرائیل د اټومي وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي