نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) تېره شپه د یوه امریکايي اپاچي بریدګر هلیکوپتر له ویشتل کېدو وروسته پر ایران د بریدونو لړۍ پیل کړه.
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو

امریکا یوه ورځ وروسته له هغه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل چې د هرمز تنګي ته نږدې یو امریکايي جنګي هلیکوپتر وویشتل شو.

د ایران دولتي تلویزیون وویل چې د ایران د ساحل په اوږدو کې په څو ښارونو کې، چې د سیریک ښار او قشم ټاپو هم پکې شامل دي، د چاودنو غږونه او د هوايي بریدونو سایرنونه اورېدل شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا «د ځان دفاعي بریدونه» د واشنګټن پر وخت د مازدیګر په ۵ بجو د ټرمپ په لارښوونه پیل شول.

مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي: "دا ماموریت د ایران د بې ځایه تیري په وړاندې یو متناسب ځواب دی."

د ایران مهر خبري اژانس د اوسېدونکو په حواله د سیریک په سیمه کې د درنو چاودنو راپور ورکړی. د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړی چې قشم ټاپو او د بندر عباس بندر تر برید لاندې راغلي دي.

ټرمپ د ځواب ورکولو ژمنه وکړه

ډونلډ ټرمپ له اې بي سي نیوز (ABC News) سره په خبرو کې وویل: "زه فکر کوم ځواب ورکول خورا مهم دي. هغوی یو هلیکوپتر وویشت او موږ همدا اوس چې خبرې کوو، ځواب ورکوو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "دا د هغه څه ځواب دی چې هغوی تېره شپه زموږ له هلیکوپتر سره وکړل، او زه باور لرم چې ځواب باید خورا پیاوړی او ځواکمن وي، او دا برید همداسې دی."

بلخوا، د اکسیوس (Axios) خبري سایټ د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې امریکايي پوځي ځواکونو د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ایران پر څو هوايي دفاعي دستګاوو او رادار سیسټمونو بریدونه کړي دي.

اکسیوس ویلي چې په ایران کې د بریدونو دویمه لړۍ «همدا اوس» روانه ده چې پکې د هوايي دفاع او رادار سیسټمونه په نښه کېږي.

 

وپلټۍ
ایران وايي له امریکا سره هوکړه تر بل هر وخت نږدې ده؛ ټرمپ پرې سختې نیوکې وکړې
اکسفام:۲۰۲۳ کال راهیسې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د تیرو ۱۷ کلونو په پرتله ډیر فلسطینیان وژل شوي
ایران خبرداری ورکړ چې د انرژۍ پر مرکزونو د امریکا بریدونه کولی شي 'نه ختمیدونکی بحران' رامینځته کړي
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
اردوغان:د تورکیې سرې میاشتې د خپلو نړیوالو بشري هڅو له امله په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړی
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ