منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
ایران د خپلو ګاونډیو له فضا څخه د اسرائیلو د نظامي الوتنو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ
د ایران لوړپوړې ګډې پوځي قوماندانۍ د جمعې په ورځ د اسرائیلو پوځي الوتکې تورنې کړې چې ایران ته د نږدې کېدو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له هوايي حریم (فضا) څخه کار اخلي.
ایران د خپلو ګاونډیو له فضا څخه د اسرائیلو د نظامي الوتنو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ
ایران د خپلو ګاونډیو له فضا څخه د اسرائیلو د نظامي الوتنو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ

تهران وايي چې د هر ډول ګواښ د ځوابولو حق لري؛ دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کیږي چې ایران اسرائیل تورن کړل چې دغه هیواد ته د نږدې کېدو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له فضا څخه کار اخلي، که څه هم تهران د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی اخیستی.

د ایران لوړپوړې ګډې پوځي قوماندانۍ د جمعې په ورځ د اسرائیلو پوځي الوتکې تورنې کړې چې ایران ته د نږدې کېدو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له هوايي حریم (فضا) څخه کار اخلي.

د "خاتم الانبیاء" مرکزي قرارګاه په یوه اعلامیه کې، چې د ایران دولتي ټلوېزیون (IRIB) خپره کړې، ویلي چې د ایران په لور د ځینو ګاونډیو هیوادونو په فضا کې د "صهیونیستي رژیم د ترهګر پوځ" حرکت او شتون یو خطرناک عمل او د هیواد امنیت ته یو ګواښ دی.

په دغه اعلامیه کې بیا هم د کوم ځانګړي ګاونډي هیواد یا هیوادونو نوم نه دی اخیستل شوی.

یادې قرارګاه خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات ونشي کولی اسرائیل مهار یا کنټرول کړي، ایران به "د خپل ځان پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ ونه زغمي."

اعلامیې زیاته کړې چې تهران د دا ډول "خطرناکو" اقداماتو د ځواب ورکولو حق د ځان لپاره خوندي ساتي.

 

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي